نن له ماسپخين وروسته د کابل ښار پل محمود خان سیمه کې د ملي دفاع وزارت د پرسونل پر موټر ځانمرگی بريد وشو، چې له امله يې له شلو ډېرو کسانو ته مرگ ژوبله واوښته.
د کابل پوليسو د بريد پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې بريدگر هغه کاسټر موټر الوزولی دی، چې د دفاع وزارت افسران او پوليس په کې سپاره وه.
د کابل امنيه قوماندان عبد الرحمن رحيمي رسنيو سره خبرو کې ويلي، بريد کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي. هغه وايي، په وژل شويو او ټپيانو کې پوليس او ملکي وگړي شامل دي.
د ښاغلي رحيمي په وينا بريدگر پلی روان و او د دفاع وزارت مخې ته يې ورسره چاودېدونکو ته چاودنه ورکړه.
طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. د هغوی وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، د بريد موخه د دفاع وزارت د کارکوونکو موټر و، چې له منځه ولاړ. نوموړي په بريد کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله رد کړې ده.
مجاهد زياته کړې، چې بريد کې يې د کاسټر سپاره دوه ويشت پوليس او افسران وژلي او نهه ويشت نور ټپيان کړي دي. خو امنيتي ځواکونو دغه مجاهد دا دعا رد کړې ده.