ځلاند ویبپاڼې تر دې مخکې د استمناء د ناوړه اغېزو په اړه یو مطلب خپور کړی وو چې ډېرو لوستونکو یې تود هر کلی وکړ او په ټولنیزو شبکو کې په ډېرې تیزۍ سره خپور شو چې په لسگونه زره پښتانه لوستونکو ترې گټه پورته کړه. ډېری لوستونکو د دې ناوړه عادت د مخنیوي د لارو چارو په اړه د مطلب غوښتنه کړې وه. دا دی ځلاند ویبپاڼه خپلو درنو لوستونکو ته دا وار د استمناء د مخنیوي لپاره مطلب تیار کړی دی او له ټولو لوستونکو څخه هیله کوي چې دا مطلب له خپلو نورو دوستانو سره د ثواب په پار شریک کړي تر څو ځوان کهول له دې ناوړه عادت څخه خلاص شي. هغو ملگرو چې د استمناء د اضرارو په اړه لیکنه نه ده لوستې مهرباني دې وکړي لومړی دې هغه ولولي وروسته بیا دا مطلب. دا هم تاسې او دا د ځلاند ویبپاڼې مطلب.
د هر ناوړه عادت او ناروغۍ لپاره درمل شته که چېرې انسان وغواړي د خپلې ناروغۍ درمل وکړي. انسان په روحي او فزیکي ناروغیو اخته کېږي. د دریمې نړۍ اوسېدونکي یوازې د فزیکي ناروغیو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي او روحي ناروغیو ته کومه ځانگړې پاملرنه نه کوي.
د ډېرو فزیکي ناروغیو لامل روحي ناروغي وي. د بیلگې په ډول د معدې ناروغي د ډاکټرانو له نظره د روحي فشار له امله پیدا کېږي. که چېرې انسان د کیمیاوي درملنې پر ځای روحي فشار له منځه یوسي نو فزیکي ناروغي به یې هم له منځه ولاړ شي. همدا ډول د استمناء ناروغي هم ده. استمناء له روحي فشار څخه منځته راځي او د انسان د فزیکي ناروغیو لامل گرځي.
د هرډول ناروغۍ (فزیکي او روحي) د له منځه وړلو لپاره درې څیزونه باید په نظر کې ونیول شي:
- د هرې ناروغۍ د درملنې لپاره د انسان فردي عزم او اراده مهمه ده چې عزم وکړي نور به له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي؛
- پر درملنې باور چې ما به دا درملنه ښه کوي که چېرې انسان ناامیده شي نو بیا ناروغي پرې ډېر اغېز کوي؛
- د یوه مناسب وخت په نظر کې نیول چې په دې موده کې به زه دا ناروغي له منځه وړم.
د هرې ناروغۍ د درملنې لپاره دا پورته یاد شوي ټکي باید په نظر کې ونیسئ. د لاندې ټکو له لارې تاسو کولی شئ چې د استمناء له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورئ مخکې له دې چې تاسو د مرگ کومې ته یوسي.
- زیری؛ استمناء له منځه وړل کېږي. د نړۍ ډېری انسان په دې ناوړه ناروغۍ اخته ول چې د وخت په تېرېدو سره یې ځانونه ترې وژغورل تاسو هم دا کار کولی شئ؛
- قوي اراده ولرئ چې دا ناوړه عادت به لمنځه وړئ. اراده کمزورې کېږي خو مړه کېږي نه. تاسو خپله اراده مه کمزورې کوئ. د فرانسې مشهور روانشناس «ویکتور پوشه» وایي چې د استمناء د له منځه وړلو لپاره دا جمله له ځان سره تکرار کړئ: «زه دا توان لرم چې استمناء «موټک» له منځه یوسم؛ زه دا کولی شم»؛
- کوښښ وکړئ چې له خوب مخکې ډېر خواړه ونه خورئ، خېټه مو باید تشه وي؛
- له تنگو جامو څخه ځان وژغورئ، تنگې جامې د انسان شهواني آلې ویښوي؛
- له شهوت ویښونکو فلمونو او تصویرونو څخه ځان وژغورئ؛
- په جنسي امور کې د بې ځایه مطالبو له لوستلو څخه ځان وژغورئ؛
- د جنسي امورو په اړه ډېر فکر مه کوئ؛
- له قوي او شهوت ویښونکو خوړو څخه ځان وژغورئ لکه خرما، پیاز، مرچک، د چرگې هگۍ، غوښه او غوړ خوراک؛
- له خوب مخکې مو خپله مثانه تشه کړئ؛
- د مایعاتو په استعمال کې ډېر افراط مه کوئ؛
- خپل جنسي آلاتو سره لوبې مه کوئ او ډېر لاس مه ور وړئ؛
- پړ مخ مه څملئ، طبي پوهانو هم د پړ مخ خوب څخه مو منعه کوي؛
- د انرژي او قوت د له منځه وړلو لپاره باید منظم ورزش وشي؛
- بیکاره وخت په مطالعه او عبادت سره تېر کړئ؛
- کوښښ وکړه چې له نیکانو سره دې ملگرتیا ډېره شي؛
- کوښښ مه کوئ چې له نورو لیرې پاتې شئ، انسان چې له نورو لیرې پاتې شي نو بیا په دې ناوړه عادت روږدی کېږي، له جمعې سره ناسته ډېره مفیده ده؛
- له خیالي نړۍ څخه ځان وژغورئ، د خیال پر ځای مطالعه او ورزش وکړئ؛
- یوازیتوب د استمناء «موټک» کلي ده، نو کوښښ کوئ چې یوازې پاتې نه شئ؛
- کله چې په دې کار اخته کېدئ نو پر ځان خدای حاضر کړئ چې هغه مو ویني؛
- کله چې په دې ناوړه عمل اخته کېږئ نو له ځان سره ووایاست چې د یو انسان له سرنوشت سره خیانت کوئ؛
- هر کار مو چې په دې ناوړه عمل اخته کوي ځان ترې وژغورئ؛
- په خدای توکل وکړئ؛
- قران ډېر لوله او په معنا کې یې فکر کوه؛
- له نامحرمو سره ډېرې خبرې مه کوه او کله چې ورسره خبرې کوې نو له ډېرې نرمۍ څخه کار مه اخلئ؛
- کلک تصمیم ونیسئ چې نور به دا کار نه کوئ، که چېرې مو مخکې هم تصمیم نیولی وي او ناکام شوي وئ هغه وخت مو اراده کمزورې شوې، نه دا چې تاسو ناکام شوي یاست دا وار به اراده نه کمزورې کوئ؛
- هغه ملگري مو چې دې کار ته پاروي ترې ځان وژغورئ؛
- له هغو بحثونو چې د شهوت په اړه کېږي ترې ځان وژغورئ؛
- په حمام کې باید ستاسو یوازینۍ موخه د ځان پاکوالی وي نه د گناه کول؛
- خپل ځان په بربنډ حالت کې مه گورئ؛
- هره دوشنبه او پنچشنبه روزه ونیسئ، که روزه نه شئ نیولای نو خپل خواړه لږ کړئ؛
- له خوبه مخکې مطالعه وکړئ، د خوب کالي په بشپړ دول واغوندئ، چې کله له خوب پاڅیدئ نو ژر د خوب ځای پرېږدئ؛
- کوښښ وکړئ چې په اوداسه وگرځئ؛
- د خدای تعالی ذکر مه هیروئ؛
- د شپې له لوري یوازې مه ویده کېږئ او یا داسي ځای کې ویده شئ چې دا کار ونه شئ کړای؛
- دا مو باید هر وخت په یاد وي چې غواړئ دا ناوړه عمل نور پریږدئ؛
- کله مو چې د موټک د پریښودو پریکړه وکړه له هغې وروسته دا کار بیا مه تکراروئ چې ستاسو اراده کمزورې کوي؛
- مرگ مو باید تل په یاد وي؛
- د تل لپاره د دې ناوړه کار پښیمانتیا مو باید په یاد وي؛
- مرگ ناڅاپه راځي، که له توبې مخکې مړ شې نو د خدا مخکې به څه ځواب وایې؛
- د موټک ناوړه اغېزې په یاد ولره؛
- په دې پوه شه چې دا کار مو د خدای له نعمت څخه لیرې کوي؛
- د ځان وینځلو پر محال خپل ټول اندامونه مه بربنډ کوئ له دې سره مو ذهن خرابیږي؛
- دا په یاد ولره چې موټک دې وژني؛
- او په پای کې دا څلویښت وصیتونه ستا لپاره لیکل شوي، په دې انسانانو وخت تېر کړی چې ستا ژوند او ایمان وژغوري نو په خپل ځان رحم وکړه.
مننه،
یو وخت زه پدی کار اخته وم نه راسه پاتی دی
اخیر مي پر زان ۱۲ روژی نذر کری
ماویل که چیری ما دا کار نو پرما به ۱۲ روژی نذر وي
بالکل را سخه پاته سو