اکرام الدين واصل
اخلاق ايمان سره کلک تړاو لري:
د اخلاقو د اهميت په اړه زموږ د تربيې علماء ليکي، چې ايمان په نصوصو کې په اخلاقياتو پورې ډېر تړل شوی. مثلا وايي : لَا إِيمَانَ لِمَنْ لَا أَمَانَةَ لَهُ، وَلَا دِينَ لِمَنْ لَا عَهْدَ لَهُ. حديث انس بن مالک روايت کړی او مسندِ احمد ذکر کړی، وايي، څوک چې د امانت حفاظت نه شي کولی، ايمان نه لري او څوک چې په وعده وفاء نه شي کولی، بې دينه دی. امانتداري او وفاء بالاتفاق لوړ اخلاق دي او خيانت و بې وفايي بالاتفاق بد اخلاقي ده. د لا إيمان او لا دين په نفې کې فقهاء محدثين د کمال نفې کوي او ځينې يې اصل نفې کوي، مګر په هر صورت د انسان په تاوان ده او په هر صورت ايمان ته نقصان رسيږي. همدا ډول په يو حديث کې -چې بخاري شريف له ابو هريرة رضي الله عنه روايت کړی- له غل، زاني، شرابخور او لوټمار څخه د ايمان نفې شوې، فرمايي : لاَ يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلاَ يَشْرَبُ الخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلاَ يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلاَ يَنْتَهِبُ نُهْبَةً، يَرْفَعُ النَّاسُ إِلَيْهِ فِيهَا أَبْصَارَهُمْ حِينَ يَنْتَهِبُهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ.
دلته هم د پورتنيو احاديثو په څېر د کمال نفې او اصل نفې اخيستل کيږي. د اصل نفې کې محدثينو سره خوارج او معتزله هم شريک دي، مګر په دې توپير چې معتزله يې له اسلامه وباسي خو کافر يې هم نه ګڼي او خوارج يې کافر بولي، مګر محدثين ورته فاسق مؤمن وايي.
هدف دا دی، چې ايمان او اخلاق سره تړلي معنويات دي. بې اخلاقو ايمان، يا بيخي ايمان نه دی، يا نيمګړی ايمان دی. معلوميږي، چې اسلام اخلاقو ته هغه مرتبه ورکوي، چې د انسان د اعمالو چورليز يې ګڼي.
اخلاق د نړۍ دابادۍ سبب دی :
الله جل جلاله فرمايي : هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا. الله جل جلاله له زمکې پيدا کړئ او د زمکې ابادي يې درڅخه وغوښته. د زمکې ابادي په درېوو څيزونو راځي. په انسانانو، په مال او اداره. انسانان چې څومره ډېر وي، د نړۍ د ابادۍ کچه ورسره همغومره ډېره وي. انسان عمران ته اړتيا لري او انسان د عمرانياتو په اړه نسبتا کامل تصور لري، نو د انسانانو د ډېرښت لپاره الله جل جلاله د توالد او تناسل خاصه انسان ته ورکړه او ځانګړی نظام يې ورته د نکاح په نوم مشروع کړ.
د نکاح په وسيله له دوو تنو لويې لويې کورنۍ جوړې شي. دا چې له دوو تنو لويې کورنۍ جوړيږي، هغه د نکاح اخلاقيات مراعاتوي. د ښځې او مېړه تر منځ ځانګړي اخلاق پلي کيږي، نو کورنی سيستم دوام کوي او سترې سترې ځالې وپنځيږي. غرب کې چې کورنی نظام کمزوری دی، د نکاح اخلاقيات کمزوري دي، نو هغسې ستونزو سره مخ دي، چې اوس اوس کوښښ کوي، په ناسيده توګه د اسلام احکام پر ځان پلي کړي. ستونزه يوازې د غرب نه ده، چاپان او چين کې د ځوانانو کمی دی، د پاخه عمر خلک په کې ډېر دي، ځکه چې دوی د نکاح اساسي کار(توالد او تناسل) وننګاوه او له دوو ډېر بچي يې منع کړل، نو داسې مرض باندې واوښتل چې اوس يې په ډېرو بچو زېږولو انعام او کفاله اعلان کړې.
جرمني کې دهمدې ستونزې له امله جرمني الاصله وګړي په ورکېدو دي اوس يې جرمني الاصله وګړو ته د ډېرو ډېرو بچيو زېږولو ويلي او چې څومره بچي زېږوي حکومت سره به مکفول وي!!
د نړۍ د ابادۍ دوهم ستر عامل د مال ډېرښت دی، ځکه مادي عمران مال پورې تړلی. مال هم نمو او ډېرېدو ته اړتيا لري. د دې لپاره شريعت معاملات مشروع کړي او د معاملاتو فقه يې د يو قانون په توګه ورباندې لازم کړې. د بيع او شراء خپل اخلاق دي، د هبې خپل اخلاق دي، د اجارې خپل اخلاق دي، د ګروۍ خپل اخلاق دي، د قرض خپل اخلاق دي، همدا ډول د معنوي نمو لپاره د زکاة او صدقې خپل اخلاق دي.
که دا اخلاقيات مراعات نه شي، نو د غرب په څېر به ازاد انسانان لکه د غلامانو په څېر واوسي. مالداره او زورور خلک به غريب خلک داسې په ګونډو کړي، چې د سر پورته کولو جوګه به نه وي. بازارونه او منډيان به د څو کسو په لاس کې وي. خلک به د مال د ګټلو لپاره د غلو او لوټمارو په څېر يو بل سره ووژني.
درېيم څيز اداره ده. انسانان که څه هم عقل لري او طبيعتا مدني دي، خو بيا هم ادارې ته اړتيا لري. نړۍ دوی ابادوي، نو د دوی د اعمالو، صلاحيتونو او استعدادونو انسجام او تنسيق ته اړتيا ده. اداره کې امر او مامور شريعت پر يوه نري اخلاقي تار د يو بل مرستيال دي، اطاعت يې بولي. اطاعت د انسانو تر منځ مازې اخلاقي اصل دی. د ادارې او کنترول لپاره شريعت خلافتي نظريه د ادم عليه السلام له پيدايښت سره تاسيس کړې او په دې کې اطاعت بيخي ايمانياتو پورې تړل کيږي. نصوصو کې د امير اطاعت، د الله جل جلاله او رسول عليه السلام اطاعت پورې نښتی راغلی او ځينو احاديثو کې د امير اطاعت د الله و رسول اطاعت ګڼل شوی او د امير نافرماني د الله و رسول نافرماني ګڼل شوې.
پورته لنډه خبره دې پايلې ته رسيږي، چې د نړۍ ابادي اخلاقو پورې تړلې او دا نظريه يوازې اسلام لري. ګويا هيڅ دين، مذهب، فلسفه او عقيده په دومره اهميت اخلاقو ته قايل نه دی، لکه څومره چې اسلام ورته قايل دی.
پای