خبرونه

مدني فعالان: کلاشینکوف نه غواړو سوله غواړو

نن د روسیې سفیر «الکساندر مانتیتسکي» افغانستان ته ۱۰ زره میله کلاشینکوف تحویل کړل. د سپکو وسلو د ورکړې په دې مراسمو کې د ولسمشر امنیتي سلاکار «حنیف اتمر» هم گډون کړی وو.
اتمر له روسیې مننه وکړه چې د ملي اردو له سرتېرو سره یې مرسته کړې. اتمر له روسي سفیر سره ژمنه وکړه، چې افغان ملي اردو به د منځنۍ اسیا له ترهگرو ډلو سره جگړه وکړي او دوی ته به کله هم اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د روسیې پر ضد گټه پورته کړي.
بل لور ته کابل کې مدني ټولنو د روسیې پر دې مرسته نیوکه کړې. مدني ټولنې وايې چې له کلنو راهیسې افغانان د روسانو په وسلو وژل کېږي. دوی د جگړې پر ځای د سولې هر کلی وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button