افغانستانسلايډ

چارواکي: د کندز خلک بد چلن له دولته توري کړي

کندز کې د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندان خبر ورکړی، چې په تېرو وختونو کې دې ولايت کې له خلکو سره سم چلن نه دی شوی او په بېلا بېلو نومونو ځورول شوي او ازار شوي دي، چې همدا له دولته د دوی د لرې والي سبب شوی دی.

لوی پاسوال شير عزيز کامه وال زياته کړې ده، که په تېرو څو کلونو کې له خلکو سره سمه رويه شوې وی او هيڅ په هيڅ خلک ځورول شوي نه وای، اوس به له دومره ستونزو سره لاس او گريوان نه و.

د کامه وال په وينا کندزيان په بېلا بېلو نومونو ځورول شوي او ډېری يې له همدې امله د طالبانو ليکو ته ورغلي.

هغه وايي: «يو وخت و، که چا به ږيره لرله، هغه طالب و. چا لونگۍ درلوده، طالب و او که څوک به لږ پابند هم و، طالب و. خلک په زور د دښمن ليکو ته ورننويستل شوي. دغه خبرې بايد له منځه ولاړې شي، خلک بايد د دولت لور ته راټول کړای شي، د افغانستان خلک سپکاوی او توهين نه مني».

د کندز يوه بل چارواکي جنرال محي الدين غوري ويلي: «موږ بايد ځان وپېژنو، موږ د خلکو خدمتگاران يو، باداران نه يو، په خپل ملت بايد ظلم ونه کړو، رشوت وانخلو او د تلاشئ پر مهال خلک ونه ځوروو. ولې زموږ تر منځ فاصله رامنځته شي؟ ولې خپلو مشرانو او سپين ږيرو ته احترام ونه لرو».

د کندز خلک هم د دولتي چارواکو، کارکوونکو، پوليسو او په ځانگړي ډول د اربکيانو له چلنه خورا سر ټکوي او وايي، د همدوی د زور زياتي له امله طالبانو سره يو ځای شوي دي.

کندز يوازيني ولايت دی چې په تېرو کلونو کې په بشپړ ډول د وسله والو لاس ته ولوېد، خو وروسته يې ښار بېرته د دولت ولکې ته ورغی او په ولسواليو کې يې لا هم د طالبانو واک چلېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button