نن سهار نږدې يوولس بجې او پنځلس دقيقې د بغلان ولايت پر مقام يو راکټي بريد شوی، چې له امله يې يو تن وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
د بغلان والي عبد الستار بارز رسنيو ته ويلي، د راکټ مرمۍ د والي د مرستيال د دفتر پر بام لگېدلې ده. والي زياتوي، د بريد پر مهال مرستيال والي په خپل دفتر کې و، خو کوم زيان نه دی ور پېښ شوی. د هغه په وينا پېښه کې د برېښنا شرک يو کار کوونکی وژل شوی او د مرستیال والي د چلوونکي په گډون څلور تنه نور ټپيان دي.
د بغلان د ولايتي روغتون کارکوونکو د ټپيانو حالت ښه ښودلی دی.
د بغلان والي وايي، توغول شوې مرمۍ د ډنډغوري له لوري ورتوغول شوې ده. ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين کې له تېرې يوې مياشتې امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي او وايي ډېر پرمختگ يې کړی. خو په ياده سيمه کې د برېښنا د يوې ستنې د نړېدو له امله د کابل برېښنا تر دې دمه پرې دی.
د بغلان چارواکي وايي، طالبان سيمه کې کلک مقاومت کوي او ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين ته تللې لارې يې په بمونو پوښلې دي، چې د امنيتي ځواکونو د پرمختگ مخه نيسي.
د بغلان روانه جگړه کې نږدې دېرش زره کورنۍ زيانمنې شوې، چې اوسمهال له خپلو سيمو وتلې دي او په هوارو ميدانو شپې ورځې تېروي.
بې ځايه شويو کورنيو څه موده وړاندې رسنیو سره خبرو کې وويل، چې ډېری زيان د امنيتي ځواکونو له لوري وراوښتی او د هغوی د بمباريو او درنو وسلو د ډزو له امله يې کورونه نړېدلي او شاوخوا اوه سوه تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. خو امنيتي چارواکي وايي، سيمه کې يوازې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
بل لور ته حکومت پر طالبانو تور پورې کړی، چې ياده سيمه کې يې د برېښنا گڼې ستنې غورځولې دي، چې له امله يې د کابل برېښنا تر اوسه پرې ده، خو طالبان دغه تورونه ردوي او وايي، چې امنيتي ځواکونه اوس هم د خلکو د کورونو په نړولو بوخت دي.