د بزګر بابا زامن
فولکلوریکه کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
وو نه وو، یو بوډا بزګر و، چې درې زامن یې لرل، دوه مشران زامن یې ډېر حریص او ټنبل وو، په داسې حال کې، چې درېیم زوی یې ډېر زیار کښ او مهربان و، هغه به هره ورځ په ډېرې حوصله مندۍ د بزګرۍ او بڼوالۍ په کارونو کې له خپل پلار سره مرسته کوله، مګر کله چې د شپې له مخې به کور ته را وګرځېده، نو مشرانو وروڼو به یې له موقع څخه په ګټنې اخیستنې هغه ته ښکنځلې کولې او په ډول ډول بانو به یې هغه واهه او ډباوه .
یوه ورځ د بزګر بابا دې ته پام شو، چې دی ډېر سپین ږیری او کمزوری شوی دی . هغه پوهېده، چې مشران زامن یې د هېڅ کار نه دي او که چېرې دی ومري، نو هغوی به خپل کوچنی ورور په ډېر بېرحمانه ډول وډبوي او هغه به له کوره وشړي، نو هغه خپل زامن را وغوښتل او هغوی ته یې وویل : دا چې زه ډېر کمزوری او ناتوانه شوی یم او د کار کولو توان نه لرم، نو تاسو هریو باید ځانونو ته کار پیدا کړئ او خپل ژوند باید په خپله مخته یوسئ .
درې واړه وروڼه له کوره ووتل او د خپل نامعلوم سر نوشت په لوري وخوځېدل، له ډېرې اوږدې مسافرۍ وروسته، هغوی یوې څلور لارې ته ورسېدل، چې له یو بله جلا شول او هر یوه د خپل تګ له پاره یوه لاره غوره کړه . کوچنی ورور، چې مشرانو وروڼو پرې (اولد ) نوم ایښی و، مخامخ لاره غوره کړه، هغه تر ډېره ناوخته خپل سفر ته دوام ورکړ، د شپې پرمهال یوه غره ته ورسېده او لوړې څوکې ته یې ور وخوت، دا چې هغه ډېر ستړی و ستومانه و، په هغه ځای کې یې یوه هواره تیږه پیدا او پرې اوږد وغځېده؛ تر دې چې ویده شو .
کله چې هغه ویده و، نو خوب یې ولیده، چې د پاچا له لور سره واده کوي، په ناڅاپي ډول په خوب کې بدلون را منځته کېږي او هغه یوه ډېره اندازه قېمتي تیږې له یوه کارېز څخه، چې اوبه پکې بهېږي پیدا کوي او له ښکلو پریانو سره واده کوي .
کله چې هغه له خوبه را ویښېږي، نو په خپلو اوږو باندې د لمر تودوخه احساسوي، له غره څخه را ښکته شو او د غره د لمنې ترڅنګ یې د پاکو او رڼو اوبو یو کارېز ولیده. د کارېز تر څنګ کېناسته او یوه ټوټه وچه ډوډۍ چې خپلې ملا پورې یې تړلې وه، را خلاصه کړه او له اوبو سره یې د هغې خوراک پیل کړ . د ډوډۍ خوړلو په لړ کې یې د کارېز پاکو او رڼو اوبو ته کتل او د یو څه په اړه یې فکر کاوه، په همدې وخت کې یو بوډا سړی له هغه ځایه تېرېده، کله یې چې ولیدل، یو ځوان د کارېز ترڅنګ ناست دی، نو ورنږدې شو او له هغه څخه یې وپوښتل، چې د څه په اړه فکر کوي ؟ ځوان ځواب ورکړ : زه د خپل راتلونکي ژوند په اړه فکر کووم او دغه راز د هغه خوب په اړه یې بوډا ته کیسه وکړه، کوم چې تېره شپه یې لیدلی و، کله چې بوډا د ده د خوب کیسه واورېده، نو ورته وې ویل : ته یې یو ډېر طالع مند هلک یې؛ بوډا ځوان وهڅاوه، هغه څه یې چې په خوب کې لیدلي تعقیب کړي، مګر د ځوان له پرله پسې پوښتنو سره سره، هم بوډا دې ته چمتو نه شو، ترڅو نور توضیحات ورکړي .
هلک خپلې لارې ته دوام ورکړ او څو شپې او ورځې نالان او سرګردان و. هغه له پراخو دښتو څخه تېر شوی و او وېرونکي ځنګلونه یې شاه ته پریښي و، تر دې چې بالاخره یوه ښار ته ورسېده . دا یو ستر او له ګڼه ګوڼې ډک ښار و، هغه څه چې ده لیدل، نو د حیرانتیا وړ یې ګرځېدل . بالاخره د یوې ماڼۍ دېوال ته ورسېده او په یوه پیاده رو، چې د مرمر په تیږو فرش شوی و، اوږد وغځېده او ویده شو .
دا ماڼۍ د هغه پاچا وه، کوم چې یوه ښکلې لور یې درلوده . هغې د ښکلا او پوهې له پلوه په ټول ښار کې ساری نه درلوده . دا شهزادګۍ په یوه بېوزله ځوان مینه وه، مګر هغه پوهېده، چې پاچا به له دې واده سره مخالفت څرګند کړي، نو هوډ یې وکړ، ترڅو له یاد ځوان سره وتښتي . بالاخره دواړه ځوانان دې پرېکړې ته ورسېدل، چې شهزاد ګۍ دې په نیمه شپه له ماڼۍ څخه وتښتي او له خپل مین سره په تیږو فرش شوي پیاده رو کې یو ځای او دواړه یوځای یوه بل ښار ته لاړ شي . شهزادګۍ له مخکې طرحه شوي پلان سره سم په خپل آس باندې سپره شوه او له نیمې شپې څخه څو شېبې مخکې د ماڼۍ ترڅنګ له تیږو څخه فرش شوي پیاده رو ته ورسېده او په هغه ځای کې د بزګر له زوی سره مخ شوه، چې په پیاده رو باندې ویده و، هغې فکر وکړ، چې همدا ځوان یې مین دی، نو هغې ورو خپل آس هغه ته ورنږدې کړ او ورو یې پرې غږ وکړ، کله چې هلک را ویښ نه شو، نو هغه یې را پورته کړ او د خپل آس شاه ته یې واچاوه او وتښتېده .
هغوی له ماڼۍ او له ښاره ډېر لرې شوي وو، مګر د بزګر زوی لاهم د آس په شاه ویده و . د دې له پاره، چې شهزادګۍ د خپل پلار د سرتېرو له لوري ونه نیول شي، خپل آس یې ډېر ګړندی ځغلاوه، تر دې چې هغه ډېره ستړې شوې وه . اوس نو د بزګر زوی تازه له خوبه را ویښ شوی و، مګر ځان یې خاموشه نیولی و . شهزادګۍ هغه ته وویل : ډېره ستړې شوې یم او له تا څخه غوښتنه کووم، چې د یو څو شېبو له پاره د آس قمچینه ونیسې . ځوان په ځواب کې وویل : وځغلوه، وځغلوه . موږ تر اوسه ستا د پلار له قلمرو څخه نه یو وتلي . شهزاد ګۍ د هغه د غږ له اورېدو ټکان وخوړ او په یوه شېبه کې پوه شوه، چې تېروتنه یې کړې ده، کله چې هغې د هلک څېرې ته وکتل، پوه شوه، چې له بل کس سره تښتېدلې ده او خپل اصلي مین یې په هماغه ځای کې پریښی دی . هغې له ځان سره فکر وکړ، ښه به دا وي، چې ځان خپل سرنوشت ته وسپاري او هر هغه څه چې پېښ شوي په نېک فال یې ونیسي، ځکه هغې له وېرې نه شو کولای، چې بېرته را وګرځي او خپل اصلي مین ولټوي، هغې له ځان سره تصمیم ونیوه، ترڅو له همدې ځوان سره واده وکړي، ځکه چې هغه پیاوړی او د ځواکمنو مټو څښتن ځوان و . کله چې هغوی د نجلۍ د پلار له قلمرو څخه په کافي اندازه لرې شول، نو د یوه غره په لمنه کې له خپل آسه را کوز شول، ترڅو د یوې شېبې له پاره استراحت وکړي، کوم ځای چې هغوی ټاکلې وو، یوه ډېره ښکلې او لرې سیمه وه او هغوی په هغه ځای کې خپل ځان ته یوه سر پناه جوړه کړه، له ډېر کار وروسته هغوی د ځان له پاره د ونې له ښاخونو څخه یوه کوټنۍ جوړه کړه، ترڅو هلته خپلې شپې تېرې کړې .
یوه ورځ د بزګر زوی خپله مېرمن په کوټنۍ کې پرېښوده او خپله د ښکار له پاره بهر لاړه، کله چې هغه غره ته پورته شو، په هغه ځای کې یې د رڼو اوبو یوه چینه ولیده، چې د ونو کتار په هغې باندې سیوری غوړولی و، هلک وروسته له دې چې د چینې سړې او پاکې اوبه یې وڅکلې، خوب یې ور په یاد شو او فوراً په اوبو کې د قېمتي تیږو په لټه کې شو، مګر وې نه شو کولای، چې څه تر لاسه کړي، خواشینۍ او اندېښمن د کارېز په خوا کې کېناسته، ناڅاپه یې پام شو، چې قېمتي تیږې او جواهر د اوبو لاندې ځلېږي، هغه فکر وکړ، چې کېداشي رنګینې تیږې وي، له هغو څخه دوه دانې یې را پورته کړې .
هغه بېرته خپلې کوټنۍ ته را وګرځېده او وې لیدل، چې مېرمن یې ویده ده، هغه له کوټنۍ څخه بهر لمر ته کېناسته او په هغو تیږو یې لوبې پیل کړې، کومې چې له چینې څخه یې را وړې وې، له څو دقیقو وروسته شهزادګۍ له خوبه را ویښه شوه او له خپلې کوټنۍ څخه را بهر شوه، په هغه ځای کې یې ولیدل، چې خاوند یې په تیږو لوبې کوي، مګر د شهزادګۍ پام شو، چې دا تیږي قېمتي جواهر دي، هغې له تیږو څخه یوه دانه را پورته کړه او له خپل خاوند څخه یې وپوښتل : دا قېمتي تیږې دې له کومه ځایه پیدا کړي دي، هلک شهزادګۍ ته ټوله کیسه وکړه او هغوی دواړه د کارېز په لوري وخوځېدل او له اوبو څخه یې ډېرې تیږې را ټولې کړې .
هغوی دا خزانې بازار ته راوړې او په لوړه بیه یې وپلورلې، په پیسو یې د مرمرو یوه ماڼۍ جوړه کړه، چې په ټوله سیمه کې یې ساری نه درلوده . شهزادګۍ یو نایي را وغوښت او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خاوند ږیره یې وخرېیي او وېښتان یې ور جوړ کړي، هغې دغه راز یو درزي هم را وغوښت او هغه ته یې وویل، ترڅو خاوند ته یې ښې جامې جوړې کړي، له دې وروسته هغې خپل خاوند ښه پاک ووینځه او سوتره یې کړ. کله چې نایي د هغه وېښتان ور جوړول، دا چې وې لیدل یو خیرن هلک د داسې یوې ښکلې ماڼۍ او یوې ښایسته مېرمنې خاوند دی، له هغه سره یې کینه پیدا شوه، پاچا ته ورغی او له دې یې خبر کړ، چې یو کلیوال هلک ښار ته راغلی او د مرمرو له تیږو څخه یې یوه ستره او ښکلې ماڼۍ جوړه کړې ده .
پاچا هلک له خپلې ناوې سره ماڼې ته را وغوښته، او دا ورته معلومه شوه، چې یو معمولي او کلیوال هلک د یوې ښایسته مېرمنې او یوې ښکلې ماڼۍ څښتن دی، چې حتا د ده له خپلې ماڼۍ څخه هم ډېره ښکلې او لوړه ده . پاچا خپل وزیر ته لارښوونه وکړه، چې په یوه نه یوه ډول یې ووژني، دا چې وزیر یو هوښیار او ځیرک انسان و، نو پاچا ته یې وویل: که چېرې موږ د دې هلک په وژلو کې بیړه وکړو، نو خلک به په موږ باندې بد ګومانه شي او زموږ په هېواد کې به ډېرې آوازې خپرې شي، غوره داده، چې هغوی د څو ورځو له پاره په خپل حال پرېږدو او د یوې بانې په لټه کې واوسو، ترڅو هغه ونیسو او وې وژنو. کله چې هلک له ماڼۍ څخه را ووت، خپلې مېرمنې ته ورغی او ورته وې ویل : زه فکر کووم، چې نور دلته زموږ ژوند خوندي نه دی، ته دلته اوسېږه او زه ځم چې یو کار وکړم .
هغه کور پرېښوده او غره ته وخوت او بیا هم هماغه کارېز ته لاړه کوم چې جواهر یې پکې موندلي وو، هغه له ځان سره فکر وکړ : زه باید خپل خوب وڅارم او د دې کارېز سر چینه پیدا کړم . هغه خپل تګ ته دوام ورکړ او دا کارېز په څو برخو ویشل شوی وو. هغه څو شپې او ورځې خپل سفر ته دوام ورکړ او له اوو لوړو غرونو څخه تېر شو، تر دې چې بالاخره له یوه بوډا سړي سره مخامخ شو . یاد بوډا هغه ته خبر داری ورکړ او ورته وې ویل : په دې سیمه کې مسافري ډېره خطرناکه او وېرونکې ده او هڅه یې وکړه، ترڅو هلک هغه غره ته له تګ څخه منع کړي . هغه وویل، چې د هغه غره شاته یو ستر او خطرناک دېو ژوند کوي، دا دېو د دې توان لري، چې له ډېر لرې واټن څخه د انسان بوی احساس کړي او هر څوک چې له دې سیمې څخه تېرېږي له منځه یې یوسي . هلک د بوډا په ځواب کې وویل : بوډا ! ما خوشې کړه، ځکه چې زه غواړم خپل خوب وڅارم .
هغه له دې وروستي غره څخه هم تېر شو او په هغه ځای کې یې یوه لوړه ماڼۍ چې له ګرانېټو څخه جوړه شوې وه او د آسمان څکې په څېر یې سر آسمان ته ایستلی و ولیدله، هغه شاوخوا وکتل، مګر وې نه شو کولای، چې ماڼۍ ته د ننوتلو لاره پیدا کړي، ناڅاپه یې پام شو، هغه ویاله، چې رڼې او پاکې اوبه پکې بهېږي، د ماڼۍ د دېوال لاندې تېرېږي، هغه ژر تر ژره اوبو ته ننوت او د دېوال لاندې تېر شو . په ماڼۍ کې دننه یې یو صالون ولیده، چې هره برخه یې په قندیلو او طلایي فرنیچرونو ښکلې شوه وه، د صالون په یوه کونج کې د خوب یوه تخت شتون درلوده، تخت ته نږدې شو او وې لیدل، چې په تخت باندې یوه ډېره ښکلې نجلۍ ویده ده؛ دغه راز دا یې هم ولیدل، چې د ونې دوه تازه ښاخونه چې یو یې له تخته پاس او بل یې له تخته ښکته شتون لري؛ یاد ښاخونه را واخیستل او ځایونه یې ور بدل کړل او هغه ښاخ چې د تخت له پاسه ایښودل شوی و، هغه یې ښکته او ښکتنی ښاخ یې پورته کېښوده . نجلۍ له خوبه را ویښه شوه او کله چې وې لیدل، ځوان یې سر پورې ولاړ دی، ډېره وارخطا شوه او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه : څوک یې او څه غواړې ؟ هلک ځواب ورکړ : زه د جواهرو د کارېز د سرچینې په لټه کې یم . نجلۍ وویل : اې ساده ځوانه ! ته غواړې چې له خپل ژوند سره لوبې وکړې، بیړه وکړه او ځان په یوه ځای کې پټ کړه، پرته له دې که چېرې دېو راشي، نو ما و تا دواړه به ووژني .
د بزګر زوی د دې خبرې په اورېدو ډېر حیران شو . نجلۍ زیاته کړه : ګوره ځوانه ! ستا په حال مې زړه سوځي . زه خپله یوه پري یم، چې د دې دېو له خوا زنداني شوې یم، هیڅوک نه شي کولای، چې هغه له منځه یوسي، ځکه چې هغه خپل روح د یوه توتي بدن ته لېږدولی دی او دا توتي په یوه قفس کې، چې هغه قفس په یوه تیاره کوټه کې شتون لري ساتل کېږي . دا دېو به هغه مهال مړ شي، چې څوک هغه توتي ووژني، مګر هېڅوک نه شي کولای، چې دا توتي پیدا کړي . د بزګر زوی نجلۍ ته وویل : ویده شه، زه غواړم چې تیاره کوټې ته لاړ شم او هغه توتي ووژنم .
پري په ځواب کې ورته وویل : ډېر ښه ته تورې کوټې ته لاړ شه او په هغه ځای کې زما په تمه شه، کله چې دېو صالون ته را ننوت او زه یې را ویښه کړم، نو زه تا ته یوه نښه درلېږم او ته باید ژر تر ژره توتي ووژنې . پام دې وي، چې مخکې یې ونه وژنې، ځکه هغه به په لوړ غږ چیغې ووهي او وروڼه یې چې په لرې غرونو کې ژوند کوي، غږ به یې واوري او فوراً به د هغه مرستې ته را ودانګي، تر څو هغه وژغوري .
پري د یوه تار څوکه په خپل لاس پورې وتړله او بله څوکه یې د بزګر بابا زوی ته ورکړه، چې له ځان سره یې تیاره کوټې ته یوسي . هغې د بزګر بابا زوی ته وویل : دا چې له خوبه را ویښه شوه، دا تار به کش کړي، ته باید په دې نښه پوه شې، چې دېو په صالون کې دی، هغه ځای چې هېڅوک نه شي کولای د هغه غږ او چیغې واوري . هلک تیاره کوټې ته ور کوز شو او پري هم په خپل تخت باندې اوږده وغځېده او داسې یې وښوده، چې ګواکې ویده ده .
تر دې دمه پري نه پوهېده، چې د ماڼۍ دروازه چېرته ده او څنګه خلاصېږي . له څو دقیقو وروسته، هغې په حیرانتیا سره وکتل، چې د دېوال نیمه برخه ښورېږي او یوه دروازه، چې پنځه متره لوړه وه پرانیستل کېږي . دېو د ونې ښاخونه د دې له پاره د پري په تخت کې ایښي وو، ترڅو کوټې د ننوتلو پرمهال، د پري دې پټې دروازې ته پام نه شي . کله چې دېو کوټې ته ننوت، دېوال یې درې لغتې وواهه او په ناڅاپي ډول دېوال وښورېده او بېرته په خپل ځای ودرېده او وتړل شو . ناڅاپه دېو چیغې کړې، زه د انسان بوی حس کووم، هغه چېرته دی؛ زه غواړم چې وې خورم .
په همدې وخت کې پرې، په داسې حال کې، چې تر دې دمه یې ښکاره کوله، چې ګویا ویده ده، تار یې کش کړ. د بزګر زوی په دې نښه پوه شو او په بیړه یې توره له خپلې ملا څخه را خلاصه کړه او توتي یې ټوټي ټوټي کړ. د توتي په وژلو سره دېو د لېونیو په څېر چیغې کړې، تاو را تاو شو، په ځمکه را پرېوته او ځای په ځای مړ شو . دا چې دېوال دوه متره سور درلوده، وروڼو یې ونه شو کولای چې د هغه چیغې واوري . دېو د غره د یوه لوی کمر په څېر پر ځمکه پروت و او پري له خپله ځایه پورته شوه، تر څو هلک ته ور غږ کړي .
کله چې هلک دېو په هغه لوی جسامت ولیده، لومړی ډېر وډار شو، مګر وروسته کله چې پوه شو، دېو مړ شوی دی، بېرته زړور شو . کله چې پري د هلک زړورتیا ولیدله، په هماغه لومړۍ شېبه پرې مینه شوه، هغې خپل ځان د هلک په غېږه کې ور واچاوه او وې ویل : تا زه د هغه وینه زبېښونکي دېو له منګولو وژغورلم، اوس نو زه چمتو یم چې له تاسره واده وکړم .
د بزګر بابا زوی ډېره خوشاله شو او هغوی دواړه له صالونه ووتل . هلک غوښتل، چې د کارېز له لارې ووځي، له کومې چې ماڼۍ ته را ننوتلی و، مګر پري هغه ته یوه پټه دروازه، چې د ماڼۍ په دیوال کې پټه شوې وه، ور وښوده . دا چې هغوی له دروازې څخه بهر شول، دېوال بېرته وتړل شو. هغوی په ډېرې خوشالۍ خپل لارې ته دوام ورکړ . په لاره کې پري هلک ته وویل، چې په حقیقت کې دوی درې پریانې وې . له دوی څخه دوه تنه نورې د دېو له دوه نورو وروڼو سره، چې د لرې غرونو شا ته ژوند کوي اسیرانې دي، هغې دغه راز زیاته کړه : هېڅ انسان، نه شي کولای، چې هلته لاړ شي . هلک هوډ وکړ، چې هغوی هم وژغوري، نو هغوی د غرونو په لور وخوځېدل، تر دې چې هغه دوه نورې پري ګانې هم د دېوانو له منګولو را خوشې کړې . د بزګر زوی وتوانېده، چې هغوی هم د لومړۍ پري په څېر وژغوري او هغوی هم په هلک باندې مینې شوې او له هغه څخه یې وغوښتل، ترڅو له هغوی سره واده وکړي . هلک درې واړه پريانې ښار ته راوستې او هغوی یې شهزادګۍ ته ور وپېژندلې . شهزادګۍ هم د هغوی له لیدلو خوشاله او ډېرې ورځې یې په خوښۍ او خوشالۍ د یو او بل ترڅنګ تېرې کړې .
وروسته پاچا خبر شو، چې د بزګر بابا زوی بیا ښار ته راغلی دی، هغه له ځان سره فکر وکړ، چې دا تر ټولو غوره موقع ده، ترڅو هغه ځانته را وغواړم او وې وژنم . هغه خپل وزیر ته امر وکړ، تر څو د هغه د ژولو پلان طرحه کړي . وزیر هلک احضار کړ او ورته وې ویل : ګوره ځوانه ! پاچا امر کړی دی، چې باید د (قاقو) له ګلانو څخه ډکه ټوکرۍ د هغه دربار ته وروړې . که چېرې تر سبا سهاره دې ونه شو کولای، چې دا کار ترسره کړې، نو تا به ووژني .
په داسې حال کې، چې هلک ډېر خواشینی او وارخطا و، کورته لاړه، په ټوله لار کې یې په همدې اړه فکر کاوه، چې څنګه کولای شي، د پاچا امر پرځای کړي . کله چې کورته ورسېده، نو مېرمنو یې د ده د پرېشانۍ د لامل، چې په څېره کې یې له ورایه ښکارېده پوښتنه وکړه . هغه د پاچا حکم، چې په اړه یې صادر شوی و، هغوی ته کیسه وکړه، مګر د پریانو له ډلې څخه یوې یې وخندل او ورته وې ویل : هېڅ اندېښنه مه کوه، د دې ګلانو چمتو کول ډېر آسانه کار دی، په داسې حال کې، چې د یوې بلې پري په لور یې اشاره کوله، دوام ورکړ : کله چې هغه وخاندي، نو له خولې څخه یې د قاقو ډېر ګلان را ورېږي .
هغوی د پري په تخنولو پیل وکړ او هغه یې په خندا را وسته او له خولې یې د قاقو ډېر ګلان باد شول . هلک ګلان را ټول او هغه یې په یوه ټوکرۍ کې کېښودل او پاچا ته یې وروړل . کله چې پاچا ولیدل، چې دا چل یې هم کار ونه کړ، نو هغه د بل چل په فکر کې شو . دا ځل هغه هلک ته امر وکړ، چې لاړ شي او له یاقوتو څخه یوه ډکه ټوکرۍ راوړي، چې د شپې پرمهال ترې رڼا خپره شي . هغه یو ځل بیا هلک ته خبر داری ورکړ، که چېرې را دې نه وړل، نو تا به ووژنم . دا ځل یې هغه ته یوه اوونۍ وخت ورکړ . یو ځل بیا په داسې حال کې چې هلک ډېر اندېښمن او پرېشانه معلومېده، کورته راغی، مګر یوې پري خپل ګوتې په چاقو پرې کړې وې او وینې ترې بهېدې، نو هغې خپله ګوته په یوه سطل کې ونیوله، د وینې هر څاڅکی، چې په سطل کې غورځېده، نو په یوه روښانه یاقوت بدلېده . ډېر ژر له یاقوتو څخه یوه ټوکرۍ ډکه شوه او هلک هغه پاچا ته یوړله .
دا ځل پاچا د هر بل وخت په پرتله ډېر په غوسه شو او هلک ته یې امر وکړ، چې له مرغلرو څخه یوه ټوکرۍ ډکه او دربار ته یې راوړي . هلک یوځل بیا د پاچا له لوري د هغه د حکم د نه پرځای کولو په صورت کې په مرګ وګواښل شو . هلک کورته لاړه او هغه څه چې پېښ شوي وو، په اړه یې خپلو مېرمنو ته کیسه وکړه .
هغوی یو ځل بیا تصمیم ونیوه، تر څو خپل خاوند د پاچا له دسیسو څخه وژغوري، مګر دا ځل د مرغلرو په پیدا کولو کې ستونزو شتون درلوده، ځکه هغه پري چې کولای یې شول مرغلرې را منځته کړي، یوازې هغه مهال یې دا کار کولای شو، چې په چیغو چیغو وژاړي، که چېرې د اوښکو هر څاڅکی یې په سطل کې وغورځېږي، نو په مرغلره بدلېږي، مګر دې پري له کوم دلیل پرته نه شو ژړلی . یوازې هغه وخت یې ژړلی شول، چې له کومې بدې پېښې سره مخامخ شوې وای او یا تر سختو وهلو او ډبولو لاندې نیول شوې وای، مګر شهزادګۍ چې د هلک لومړۍ مېرمن وه، په ډېرې ځیرګتیا او هوښیارۍ سره یې د پري د ژړولو لاره چاره پیدا کړه . هغې خپل خاوند ته وویل : څو دانې پیاز راوړه او هغه پري ته ورکړه، ترڅو یې په یوې تېرې چړې سپین او ټوټه ټوټه یې کړي او هغې همدا راز له اوبو څخه یو ډک سطل د پري په مخکې کېښوده . کله چې پري د پیازو ټوټه کول پیل کړل، نو بوی یې دومره تېز وو، چې هغې ونه شو کولای، چې د خپلو اوښکو مخه ونیسي، اوښکې یې د سیلاو په څېر روانې شوې او له اوبو ډک سطل کې پرېوتې . هر څاڅکی یې په یوه مرغلره بدلېده .
هلک ټوکرۍ له مرغلرو ډکه او پاچا ته یې وروړه . دا ځل هغه خوشاله و او فکر یې کاوه، چې نور د پاچا له شاقه کارونه څخه خلاص شوی دی، مګر پاچا او وزیر یې په دې ډاډمن وو، که چېرې هلک د ټول ښار مرغلرې راټولې هم کړي، نو دا ټوکرۍ به ډکه نه کړي، هغوی فکر وکړ چې د هغه د وژلو له پاره یې یو دلیل پیدا کړی دی .
کله چې هلک له مرغلرو څخه ډکې یوې ټوکرۍ سره پاچا ته ورغی، پاچا او وزیر یې ډېر په غوسه شول . هغوی د یوې بلې بانې په فکر کې شول، تر څو وکولای شي، هغه له منځه یوسي . نو هغوی د بانې په اړه فکر وکړ او هلک ته یې دستور ورکړ، تر څو د دوی د نیکونو پیغام، چې مخکې مړه شوي، دوی ته راوړي .
پاچا هلک ته وویل : ته باید معلومه کړې، چې زما پلار په څه وضعیت کې دی او څه کوي، په داسې حال کې وزیر حکم وکړ، چې زما د خدای بښلې مور احوال راوړه . پاچا یوځل بیا هلک ته اخطار ورکړ : که چېرې زما له امر څخه دې سر غړونه وکړه، نو تا به ووژنم. دا ځل د بزګر بابا زوی وېرېدلی و او فکر یې کاوه، چې دا ډول کار هېڅ امکان نه لري، چې ترسره شي، نو هغه له ځان سره فکر وکړ، چې باید ځان وژنه وکړي، تر څو له دې ټولو ستونزو او مصیبتونو څخه خلاص شي . هلک پاچا ته وویل : په دې شرط به دا حکم پرځای کړم، چې ته د خپلې ماڼۍ مخې ته یو ستر اور بل کړې، وروسته به زه بام ته وخېژم او ځان به د اور په لمبو کې وغورځوم، له څلوېښت ورځو وروسته زما ایرې لرې کړئ او ما به د خپل مور او پلار له پیغام سره هلته پیدا کړئ . پاچا د اور بلولو نېټه وټاکله. په هغه ورځ پاچا ډېر وچ لرګي او د ډبرو سکاره د ماڼۍ په مخکې را ټول کړي وو او د ښار له ټولو اوسېدونکو څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو د ماڼۍ په وړاندې راټول شي او د هغې معجزې ننداره وکړي، کومه چې د بزګر بابا زوی یې ترسره کوي .
پاچا له ځان سره فکر وکړ : که چېرې هغه زموږ د نېکونو پیغام راوړي، نو ښه به وي، پرته له دې به هغه د اور په لمبو کې ایرې شي او موږ به د تل له پاره د هغه له شره خلاص شو .
کله چې هلک کورته لاړه بیا هم د تل په څېر خواشینی او اندېښمن و او ټوله کیسه یې خپلې لومړۍ مېرمنې ته وکړه او هغه یې له خپل هوډ څخه هم خبره کړه . مېرمن یې ډېره ووېرېده او فکر یې وکړ، چې خپل خاوند به له لاسه ورکړي . هغه په ژړا شوه او د هر هغه څه چې پېښ شوي وو، په اړه یې پريانو ته کیسه وکړه . مګر دې خبرې په هغوی باندې هېڅ ډول اغېزه ونه کړه او حتا وې خندل . شهزادګۍ د هغوی له دې غبرګون څخه حیرانه شوه، مګر هغوی وویل، چې هېڅ ډول اندېښنه شتون نه لري او دوی به هلک وژغوري . له پريانو سره له مشوري وروسته، د هغوی په لارښوونه یې یوه نقشه طرحه کړه او پاچا ته ورغی او ورته وې ویل : تاسو باید هغه معلومات، کوم چې د خپلو نیکونو په اړه یې د ترلاسه کېدو غوښتنه کوئ، په یوه لیک کې ولیکئ او هغه لیک په یوه پاکټ کې بند کړئ، کله چې د اور لمبي پر ما باندې ټوپ وهي، نو هغه به له ځانه سره یوسم .
ټاکلې ورځ را ورسېده او د ماڼۍ په مخکې زرګونه خرواره لرګیو ته اور ورته شوی وو. د یو لړ ځانګړو مراسمو وروسته، هلک لیکونه له ځان سره واخیستل او د ماڼۍ بام ته وخوت او له هغه ځایه یې ځان د اور په لمبو کې را وغورځاوه . هغو درې پريانو پرته له دې چې څوک یې وویني په هوا کې یې هلک ونیوه . پاچا، وزیر او هغه خلک چې د ستر اور شاوخوا ته راټول شوي وو، فکر وکړ چې هلک د اور منځته ورغورځېدلی دی . پریانو هلک کورته راوسته، ټول پاکټونه یې پرانیستل او د هغوی د هرې پوښتنې له پاره یې ځواب ولیکه . وروسته له دې هغوی ټول پاکټونه بند کړل او د څلوېښتو ورځو د تېرېدو په تمه شول . د څلوېښت ورځو له تېرېدو وروسته، خلک یو ځل بیا د ماڼۍ شاوخوا راټول شول . پاچا په بې صبرۍ منتظر و، ترڅو د خپلو نیکونو پیغام تر لاسه کړي . دم ګړۍ د ماڼۍ په وړاندې په کوم ځای کې چې څلوېښت ورځې مخکې ستر اور بل شوی و د ایرو یوه ستر ډېري شتون درلوده، پریانو په پټه توګه هلک د ایرو لاندې پټ کړی و .
پاچا خپلو افرادو ته امر وکړ، چې ایرې یوې خوا کړي او ځوان ترې را وباسي . کله چې ایرې یې لرې کړې، په حیرانتیا سره ټولو ولیدل، پرته له دې چې هلک ته کوچنی زیان رسېدلی وي د ایرو د ډېري لاندې اوږد غځېدلی و . هغوی د ایرو دوړې د هغه له جامو څخه وڅنډلې او هغه یې پاچا ته وروست . کله چې هلک د پاچا په وړاندې ودرېده، هغه لیکونه چې له ځان سره یې لرل ورته ورکړل او وې ویل : دا د هغو پوښتنو ځوابونه دي، کوم چې ستا نیکونو ورکړي دي . پاچا لومړی د هغه په خبرو باور ونه کړ، مګر کله چې لیکونه یې پرانیستل په تعجب سره یې وکتل، چې هغو ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړل شوی، کوم چې ده یې غوښتنه کړې وه .
په یوه لیک کې چې پاچا ته لیکل شوی و داسې راغلي وو : ستا نیکونه ښه دي، آرامه او هوسا ژوند لري؛ د پاچا او نورو خلکو له پاره، چې تر دې دمه په دنیا کې ژوند کوي افسوس کوي، چې ولې له هغوی سره نه یو ځای کېږي . پاچا له هلک څخه پوښتنه وکړه : آیا زما له پاره هم د دې امکان شتون لري، ترڅو زه هم اور بل کړم او هماغه معجزه، کومه چې مخکې تا تر سره کړې وه، زه هم نندارې ته وړاندې کړم، ترڅو له دې نړۍ څخه خپلو تللو نیکونو سره لیده کاته وکړم ؟ هلک ځواب ورکړ : هو کولای شې، چې له خپلو نیکونو سره لیده کاته وکړې، مګر باید یو ځل بیا ستر اور بل کړې او د خپلې ماڼۍ بام ته پورته شې او له هغه ځایه د اور لمبو ته ځان را وغورځوې .
پاچا خپل وزیران را وغوښتل او له هغوی سره یې مشوره وکړه، دا چې هغوی نه شو کولای، چې په دې سفر کې له پاچا سره یوځای واوسي او له خپلو مړو نیکونو سره ملاقات وکړي، خواشینی څرګنده کړه، هغوی د یوه ستر اور چمتو والی ونیوه او په ښار کې یې جار وواهه، چې پاچا له خپلو څو تنو نږدې درباریانو سره غواړي، چې بلې نړۍ ته لاړ شي او له خپلو مړه شویو نیکونو سره لیده کاته وکړي . ډېری نورو درباریانو فکر وکړ، چې دوی هم په دې ستر سفر کې له پاچا سره ملتیا وکړي، نو یو ستر جشن یې جوړ او یو ستر اور بل شو او پاچا له خپلو ټولو درباریانو سره، ځان د ماڼۍ له بام څخه اور ته را وغورځاوه، ډېر ژر هغوی ټول وسوځېدل او په ایرو بدل شول .
له څلوېښت ورځو تېرېدو وروسته، خلک بیا هم په ټاکلي ځای کی را ټول شول او فکر یې کاوه، چې پاچا به له خپلو ملګرو سره د ایرو له منځه رک روغ را پورته شي، کله چې هغوی ایرې لرې کړې، یوازې د هغوی سوځېدلي جسدونه یې پیدا کړل . هغوی د بزګر بابا له زوی څخه د دې هر څه د لامل پوښتنه وکړه او هغه یې په ځواب کې وویل : دا چې مړي له ظالمو او حریصو اشخاصو سره مینه نه لري، نو په دې ترتیب پاچا او ملګري یې په دې حال کړل .
د دې خبرې له اورېدو وروسته خلک ډېر خوشاله شول او دا چې د یوه ظالم او بې رحمه پاچا له شره خلاص شوي وو، نو خوښۍ او خوشالۍ یې پیل کړې او یو ستر جشن یې ونیوه. ټولو خلکو په یوه غږ د بزګر بابا زوی د خپل پاچا په توګه وټاکه او ځوان له خپلو څلورو مېرمنو سره خوشاله ژوند پیل کړ .
مننه پاور وکړه ډیره ښکلې کیسه ده