خبرونه

د ترکیې او امریکا مشرانو د سوریې د کړکېچ په اړه تلفني خبرې کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ترکیې د پولو تر څنګ د سوریې کردانو د وسله وال کولو په کړکېچ اوږدې خبرې وکړې.

امریکا چې د داعش د ډلې ضد ایتلاف مشري کوي د سوريې له نورو جګړه مارو ډلو سره د کردیانو په ګډون هر اړخیزه ډول مرستې کوي تر څو داعش او بشار الاسد د دوی له لارې وځپي خو د دې ایتلاف بل غړی هېواد «ترکیه» بیا دا کړنې ردوي او له ایتلاف هېوادنو څخه غوښتنه کوي چې د کرد جګړه مارو په وړاندې هم جګړه وکړي ځکه دا د ترکیې د امنیت لپاره په راتلونکي کې یو ستر ګواښ دی.

اردغان د تلفني خبرو پر مهال اوباما سره خپل تشویشونه شریک کړل. اردغان امریکا په دې تورنه کړه چې دوی له سوریې کردانو سره وسله واله مرسته کوي. اوباما دا تورنه رد کړل چې گواکي دوی دې له کرد جگړه مارو سره د وسلو مرسته کړې وي.

اوباما له کرد جگړه مارو غوښتنه کړې چې له خپلو حدود باید مخکې رانه شي او د ترکیه لپاره تشویشونه پیدا نه کړي. اوباما د خپلو ویناوو پر مهال له ترکیې غوښتنه وکړه چې له خپلو پولو څخه د توغندیو بریدونه ودروي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button