خبرونهسلايډ

د ترکیې پلازمېنه «انقره» یوې درنې چاودنې ولړزاوه

تېره شپه ناوخته د ترکيې په پلازمېنه «انقره» کې یوه درنه چاودنه وشوه چې له امله یې تر دې دمه ۲۸ تنه مړه او ۶۱ نور ټپیان دي. د لومړیو راپورونو له مخې د چاودنې هدف د ترکيې د پوځ مسافر وړونکی موټر وو.

د راپورونو له مخې دغه پوځي موټر د ترافیکو اشارې لپاره ولاړ و او تر څنگ یې د نورو پوځي مامورینو واړه موټړ هم ولاړ ول چې ورسره چاودنه وشوه. ویل کېږي چې د مړو ډېری برخه د پوځ کارکوونکي دي او د دوی تر څنگ په مړو او ټپیانو کې نور ملکي وگړي هم شامل دي.

د ترکیې ملکي، نظامي او د حکومت مخالفینو ټولو دا پېښه یوه تروریستي او خاینانه کړنه بللې او د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال «بکیر بزداق» هم دا یوه ویرونکې پېښه وبلله.

د پېښې سیمې ته د اور مړه کوونکي او نور مرستندویه ادارې رسېدلې دي. ویل کېږي چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی او تر دې دمه څو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې پېښې ترڅنګ رسنۍ خبر ورکوي چې د سویډن په پلازمېنه «ستاکهلم» کې هم د ترکیې په فرهنگي دفتر چاودنه شوې. د ستاکهلم پولیسو خبر ورکړی دی چې د ودانۍ ټولې ښیښې ماتې شوي دي او د مرگ ژوبلې په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویلې.

د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردغان» خپل سفر د اذربایجان هېواد ته لغوه اعلان کړی دی. اردغان د یوې بیانيې له لارې ویلې چې د ترهگرو دا ډول کړنې زموږ ژمنه د ځاني دفاع لپاره نور هم کلکوي. اردغان زیاته کړې ده چې دېته ورته پېښې زموږ عزم نور هم لوړي چې د دې ډول پېښو په مقابل کې ځواب ووایو.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. خو د امنیتي چارو د کارپوهان له نظره دا چاودنه ښایي د کرد د کاروگرو حزب او یا هم د داعش له لوري پلان شوې وي.

له تېرکال راهیسې ترکیه کې د ورته چاودنو شمېر ډېر شوی دی. چې د ځینو مسوولیت د داعش ډلې او د ځینو نورو بیا د کرد د کارگر حزب په غاړه اخیستي دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button