خبرونهسلايډ

بحرین حکومت څلور امریکايي خبریالان نیولې دي

د بحرین حکومت اعلان کړی دی چې د دوی پولیسو څلور امریکایي خبریالان چې په غیرې قانوني اسنادو سره هېواد ته داخل شوي او لاریونونو کې یې برخه اخیستې نیولې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي چې دوی ته خبر وکړل شوی دی چې بحرین کې درې امریکایي خبریالان نیول شوي دي. له دې پرته وزارت خپله خبر پاڼه کې نور څه نه دي وېلي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې څلورو امریکایي خبریالانو د بحرین د پولې چارواکو ته جعلي اسناد ښکاره کړي او له هغې لارې بحرین ته په غیرې قانوني ډول دننه شوي او په غیرې قانوني ناستو کې یې برخې اخیستې دي.

د راپور له مخې په دې څلورو خبریالانو کې انا او تیریز ډې هم شامل دي. دغو دواړو خبریالانو په دې وروستیو کې د مصر او غزې په اړه یو مستند فلم هم جوړ کړی دی. د دې دواړو خبریالانو کورنۍ د بحرین له حکومت څخه غوښتنه کړې چې دوی له کومې ستونزې پرته ازاد کړي. د دوی کورنۍ وایې چې دا له امکان څخه لرې ده چې دوی دې په غیرې قانوني ناستو کې برخه اخیستې وي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د بحرین له حکومت څخه  غوښتنه کړې چې امریکايي خبریالان دې ژر تر ژره ازاد کړي.

په عربي ژبې خپرېدونکې ورځپاڼې د راپور له مخې دغو خبریالانو خپل مخونه په تورو نقابونو کې پټ کړي وو او د بحرین په شیعه مېشتو سیمو کې د حکومت په ضد یې لاریون کاوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button