افغانستان

پاکستان: د وحيدي په اړه پلټنې لا بې پايلې دي

پاکستاني چارواکو تېرو ورځو کې اسلام اباد کې د هرات او کنړ پخواني والي د سيد فضل الله وحيدي د اختطاف په اړه د پلټنو او د هغه د پيدا کولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې وه، خو دغه هيواد وايي، په دې اړه يې پلټنو لا هم پايله نه ده لرلې.

ښاغلی وحيدي د تېرې جمعې په ورځ اسلام اباد کې د نامعلومه خلکو له لوري وتښتول شو، چې لا هم نادرکه دی. افغانستان په دې اړه کابل کې د پاکستان سفير هم احضار کړ او د موضوع باره کې يې خپله جدي اندېښنه وښوده. د بهرنيو چارو وزارت وياند خير الله ازاد ويلي و: «پاکستان وعده راکړې چې مسئله به په جدي توګه څېړي».

د اسلام اباد پوليسو د ښاغلي وحيدي د موندلو لپاره يو ژغورونکې ډله ټاکلی، چې په وينا يې پلټنې يې پيل کړې دي. خو د دې ډلې مشر ښاغلي اشتياق رسنيو ته ويلي، لا يې هم هڅو نتيجه نه ده ورکړې. هغه زياته کړه: «بېلا بېلو سيمو ته تللي يو، څو ځايه مو چاپې هم واچولې، خو تر اوسه هم د ياد تن په اړه څه معلومات نه لرو». د اشتياق په وینا په ټولو شکمنو سيمو کې عمليات روان دي او چې کله هم د مسئلې په اړه څه معلومات ترلاسه کړي، رسنيو سره به يې شريک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button