افغانستان

گرشک کې نهو سيمه‌ييزو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې

د هلمند امنيتي مسوولينو د گرشک په مالگير سیمه کې نهو سيمه‌ييزو پوليسو ته د مرگ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د گرشک امنيه قوماندان لومړي څارن محمد اسماعيل خپلواک رسنيو ته ویلي، وسله والو نن سهار وختي د گرشک په مالگير سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی دی، چې له امله يې پنځو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د ښاغلي خپلواک په وينا نښته کې شپږو وسله والو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده، خو جزيات يې نه دي ورکړي.

خو د هلمند د امنيه قوماندانۍ يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ویلي، طالبانو مالگير کې د پوليسو ماموريت نيولی دی. دغې سرچينې زياته کړې ده، چې بريد کې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

طالبانو د پېښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هلمند په خانشين کې هم وسله والو د يوې پوستې قوماندان او يو پوليس وژلي وو. هغوی ادعا کړې وه، چې شپږ نور پوليس دوی ته تسليم شوي دي. دولتي چارواکو د دوه پوليسو د وژل کېدو پخلی کړی خو د نورو د تسليمۍ په اړه يې څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button