ايران سوريه کې د هوايي بريدونو اعلان وکړ
ايران د بشارالاسد د ژغورنې لپاره سوريه کې د ځمکنۍ جګړې تر څنګ د هوايي بريدونو د پيلولو اعلان هم وکړ.
د ايران هوايي ځواک وياند وايي، چې دا هوايي بريدونه يې د بشارالاسد په غوښتنه پيل کړي دي.
ايراني رسنيو د هوايي ځواک د وياند فرزاد اسماعيلي له قوله ليکلي، چې د بشارالاسد هغه غوښتنه به هېڅکله په ځمکه ونه غورځوي، چې له ايران څخه يې د خپل رژيم د ژغورنې لپاره د هوايي بريدونو مرسته غوښتې ده.
۲۰۱۱م راهیسې، چې سوريه کې د بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه پیل شول او وروسته دغه پاڅونه د حکومت له لوري وځپل شول، چې بالاخره په وسله وال مقاومت بدل شول او تر اوسه پکې له څلور لکو زيات ولسي وګړي وژل شوي او ميليونونو نور يې بې کوره کړي دي.
ايران د ولسي پاڅون له پيله په څرګنده د بشارالاسد ملاتړ کوي او د خپلو زرګونو سرتېرو تر څنګ يې له افغانستان او پاکستان او ايران مېشتي افغان کډوال د ملېشو په شکل د بشارالاسد ملاتړ لپاره ليږلي او تر اوسه د سلګونو ايراني پوځيانو او افسرانو تر څنګ سلګونو افغان او پاکستاني شيعه ګان په سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ وژل شوي دي.
د ايران مذهبي لارښود اية الله علي خامنايي وايي، چې د دوی پوځيان سوريه کې د ايران د دفاع لپاره جنګيږي او دا کار يې د خپلو پوځيانو مېړانه بللې.
ايران په داسې وخت کې سوريه کې د هوايي بريدونو د پيلولو اعلان وکړ، چې تېره ورځ سعودي عربستان هم ترکيې ته خپلې جنګي الوتکې ولېږلې او اعلان يې کړی، چې د سوريې شمال کې به د ترکيې او سعودي پوځيان د داعش پر ضد ځمکنۍ او هوايي ګډه جګړه کوي.
په عين حال کې تېره ورځ د المان ميونخ کې د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وويل، چې هېواد يې تيار دی سعودي عربستان سره د سوريې او نورو کشالو په اړه خپل اختلافات پای ته ورسوي.