ملګري ملتونه: افغانستان کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د روانې جګړې په ترڅ کې د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې اندېښمنوونکی زياتوالی راغلی دی.
نن يکشنبه د ملګرو ملتونو يوناما دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي د زور زياتي او جګړو له امله د ولسي وګړو په ترڅ کې ډېره مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.
راپور کې راغلي، چې په ټوليزه توګه ۳۵۴۵ خلک وژل شوي او ۷۴۷۵ ټپيان دي.
د ياد راپور له مخې اګر که د ۲۰۱۴م په پرتله د وژل شوو کسانو په شمېر کې څلور سلنه کمښت راغلی، مګر د ټپيانو شمېر نهه سلنه زيات شوی دی.
د يوناما په وينا ۲۰۰۹ راهيسې دا د ټپيانو تر ټولو زیات شمېر دی.
راپور کې دا هم راغلي، چې وژل شوو، کې لس سلنه يې د ښځو دي، چې د تېر کال په پرتله ۳۷ سلنه زيات دی او ماشومان په کې ۲۵ سلنه دي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زيات دي.
د يوناما راپور له مخې ۶۲ سنله مرګ ژوبله د طالبانو له لوري شوي، ۱۷ سلنه پېښې د حکومتي ځواکونو له لوري او د بهرنيو ځواکونو له لوري د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې دوه سلنه پېښې ثبت شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې هغه امنيتي ځواکونه، چې د رخصتۍ پر مهال وژل شوي، د امريکايانو استخباراتي غړي، محلي پوليس او اربکيان په ولسي خلکو کې شمېر شوي.
د کارپوهانو په اند د ملګرو ملتونو دغه راپور د يو شمېر ستونزو، نا امنيو او د يو شمېر کړيو له لوري يو اړخيز ليکل کيږي، چې د ملګرو ملتونو باور ته هم زيان اړوي او د دې لپاره بايد ښکېل اړخونه په ګډه کار وکړي او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې راپور بايد په بې پرې توګه وليکل شي.