ښايي ترکيه او سعودي په سوريه کې عمليات پيل کړي
د ترکيې د کورنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، نن خبرادری ورکړ چې سعودي او ترکیه به د سوريې په جگړه کې دخیل شي.
مولود چاووش اوغلو وروسته له هغې دا گواښ وکړ چې بشار الاسد رسنیو ته وویل: «د ټولې سوريې تر نيولو به جگړه کوو.»
مولود چاووش زیاته کړه: «سعودي عربستان چې په وروستیو میاشتو کې د ترکيې نږدې دوست هېواد گرځېدلی، په نږدې وخت کې به خپلې پوځي الوتکې د داعش پر ضد د ترکې اینجر لیک هوايي ډگر کې ځای پر ځای کړي.»
اینجر لیک د ترکيې یو مهم هوايي ډگر دی چې تر اوسه ترې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ جوړ شوي ائتلاف کې له ياد هوايي ډگر څخه ډېر عملیات تر سره کړي.
تر دې مهاله د امریکا، برتانيې او فرانسې هوايي ځواکونه په نوموړي هوايي ډگر کې ځای پرځای دي، او له همدې ځایه په سوريه کې خپل عملیات ترسره کوي.
له هغې راپه دې خوا چې روسيې په سوريه کې د بشار الاسد په ملاتړ جگړه شروع کړه او د بشار الاسد په مخالفینو یې هوايي بریدونه پیل کړي، د بشار الاسد پوځ په سوریه کې پرمختگ کړی.
روسيې نړیوال گواښلي چې په سوریه کې د هرې جنگي ډلې د لاسوهنې له امله ښايي په نړيوالې جگړې بدل شي.