بانکي مون: نواز شريف دې د ايران او سعودي شخړې هوارې کړي
د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د پاکستان له صدر اعظم نوازشريف څخه غوښتنه کړې، چې د ايران او سعودي عربستان د ترينگلو اړيکو په اړه خپل رول ادا کړي.
پاکستاني سرچينې وايي لومړي وزير نوازشريف د ملگرو ملتونو سرمنشي سره د ايران او سعودي سفر په اړه خپل معلومات او نظر شريک کړ.
د سعودي عربستان او ايران اړيکې له تېرو دېرشو کالو ترينگلي دي، مگر څه موده وړاندې د سعودي له لوري د ايران پلوي سعودي شيعه ملا له اعدام وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم خړې شوې، ايراني مظاهرهچيانو تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او قونسلگرۍ بريدونه وکړل او له هغې وروسته سعودي او ايران ډيپلوماتيکې اړيکې هم پرې کړې.
د سعودي او ايران ترمنځ د روانو شخړو پر مهال د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او لوی درستيز جنرال راحيل شريف دواړو هېوادونو ته سفرونه وکړل او له چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي او په دې اړه يې د خپل درېمگړيتوب وړانديز هم وکړ، مگر د سعودي بهرنيو چارو وزير د پاکستان دغه وړانديز رد کړی دی.