د روسیې لومړي وزیر «دیمتري مدفیدیو» له جرمني ورځ پاڼې سره په مرکه کې گواښ ورکړی که چېرې د امریکا تر مشرۍ لاندې اییتلاف ځواکونه سوریه کې مداخله وکړي نو لرې نه ده چې دغه جگړه به نړیواله شي. دیمتري زیاته کړه چې سوریه کې هره پوځي مداخله به د سوریې په کورنۍ جگړه کې برخه اخیستل وي.
له لومړي وزیر څخه د دې پوښتني په ځواب کې که چېرې سعودي خپل پوځونه سوریې ته واستوي وویل: «امریکا او زموږ عرب ملگري باید فکر وکړي چې د سوريې جگړې دایمي نه شي». مدفیدیو همدارنگه لویدیځوال په دې تورن کړل چې د سوریې په جگړه کې دوی د روسیې پلويتوب ونه کړ او روسیه یې یوازې دې جگړې ته پریښوده. مدفیدیو له امریکايې اییتلاف څخه غوښتنه وکړه چې سوریې ته د پوځ لېږدولو له تصمیم څخه ژغورنه وکړي. ده زیاته کړه چې که داسي ونه شي نو د سوريې جگړه به پای ونه مومي.
تېره اووني د سعودي د پوځ ویاند «احمد عسیري» اعلان کړل چې دوی تیار دي د امریکا تر مشرۍ لاندې اییتلاف کې سوریې ته خپل پوځونه واستوي له دې سره د بحرین د بهرنیو چارو وزارت هم ورته اعلان وکړ. چې ورسره د امریکا د دفاع وزیر «اشتون کارتر» د سعودي له دې پریکړې ملاتړ وکړ چې سوریه کې پوځي مداخله کوي.
د ناټو د شپږویشت وزیرانو وروستۍ غونډې په بروگسل کې د سعودي د دې پریکړې چې گواکي سوریې ته به پوځ لېږي ملاتړ وکړ او د غونډې گډونوالو په دې اړه خبرې وکړې چې د کومې سترتیژۍ له لارې سوریې ته خپل پوځونه واستوي.