کندهار: داخلي بريد يوولسو پوليسو ته مرگ ژوبله اړولې
کندهار کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې يوولسو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د کندهار چارواکو د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې بريد د دوه نفوذي کسانو له لوري ترسره شوی، چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، پېښه تېره شپه د ژېړۍ ولسوالۍ د حاجي عبد الرووف سيمې د اغا ولي په نوم پوسته کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پوليس په ډوډۍ خوړلو بوخت وو.
د سرچينې په وينا د بريد پر مهال يو بريد کوونکی هم وژل شوی، خو دوهم تن په تېښته بريالی شوی دی.
د ژېړۍ ولسوال د بريد پخلی کړی او زیاته کړې يې ده، چې بريد کې اووه تنه ټپيان دي او د يوه بريدگر په شمول شپږ نور وژل شوي دي.
د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده او زياته کړې يې ده، چې ملگرو يې پنځلس تنه پوليس وژلي دي او د هغوی وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
افغانستان کې په تېرو کلونو کې د نفوذي پوليسو او عسکرو له لوري پر افغان پوځ او پوليسو او بهرنيانو سلگونه دغه ډول بريدونه شوي، چې له امله يې لسگونه افغان عسکر او پوليس او له سلو ډېر بهرنيان وژل شوي دي.