
د ولسمشر غني له لوري اسدالله عمر خېل د تېرې سه شنبې په ورځ د کندوز لپاره نوی والي وټاکل شو او تېره ورځ يې اعلان وکړ، چې دی به د طالبانو ضد جگړو لپاره د دفتر پر ځای د جگړې ډگر ته ولاړ شي.
اسدالله عمرخېل تېره ورځ کابل کې رسنيو ته وويل، چې تر څو کندوز کې سوله او امنيت نه وي راغلي، دی به له امنيتي ځواکونو سره څنگ پر څنگ د طالبانو پر ضد جنگيږي.
د کندوز نوي ټاکل شوي والي ويلي، چې د دغه ولايت امنيتي حالات ښه نه دي او د حکومت مخالفين ټول په کندوز کې راټول شوي دي.
«زه هڅه کوم، چې امنيتي سرتېرو سره د جگړې په ډگر کې د افغان ځواکونو د کميت او کيفيت په اړه ارزونه وکړم او په اړه به يې له مرکزي حکومت سره خبره او خپله مشوره شريکه کړم.»
اسدالله عمرخېل جهادي سابقه لري او په تېر جهاد کې د استاد سياف په مشرۍ اتحاد اسلامي گوند کې و، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړی استاد سياف سره د طالبانو پر ضد جنگېده او د کرزي واکمنۍ پر مهال يې د کندوز د سولې شورا درييس په توگه دنده ترسره کړې ده.
کندوز يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د مخالفينو وسله والو فعاليت کې په زيات دی، ډېرې سيمې يې د طالبانو په لاس کې دي او د تېر کال اکتوبر کې طالبانو د دغه ولايت مرکز طالبانو نيولی و.
اسدالله عمرخېل وايي، چې د کندوز له سقوط وروسته طالبانو ته پرېمانه سپکې او درنې وسلې لاسته ورغلي، د امنيتي ځواکونو ترمنځ هماهنگي له منځه تللې او دی به هڅه وکړي، چې د امنيتي ځواکونو په پياوړتيا کې رول ولوبوي.
د پېښو څارونکي وايي د هېواد شمال کې کندوز هغه کليدي ولايت دی، چې د ټول شمال پر امنيت او حالاتو اغېز لرلای شي.