اسلام اباد د افغانستان شارزدافېر احضار کړی
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت دغه هېواد کې د افغانستان سفارت شارزدافېر عبدالناصر يوسفي ورغوښتی او پر باچا خان پوهنتون د خونړي بريد کې د ککړو کسانو پر ضد د جدي ګامونو اخيستو غوښتنه يې ترې کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله وايي، چې افغان شارزدافېر ته يې د پوهنتون په اړه د بريدونو اړوند بشپړ معلومات ورکړي دي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی افغان شارزدا فېر ته وويل، چې د پاچا خان پوهنتون په اړه د دوی باوري څېړنو وښوده، چې له افغانستان يې لارښوونه کېده او افغان سيمکارټونه په کې کارول شوي دي.
تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف هم ويلي و، چې د چارسدې پر باچاخان پوهنتون بريد کې ځينې شرخوښي کړۍ لاس لري، چې په افغانستان کې اوسيږي او افغان حکومت بايد له ژمنې سره سم د دغو ترهګرو پر ضد عمليات وکړي.
پاکستان پر باچاخان پوهنتون د بريد په تړاو څلور اسانتيا برابروونکي کسان رسنيو ته ښودلي، چې د بريد په اړه يې د بريدګرو مرسته کړې ده.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر جنرال عاصم باجوه رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد له افغانستانه اداره کېده او هغه شمېره يې هم رسنيو ته وښوده، چې بريدګرو ته يې لارښوونه کوله.
د روانې مياشتې په شلمه د خيبرپښتونخوا چارسدې کې پر باچاخان پوهنتون خونړي بريد کې د محصلينو، ساتونکو او يو استاد په ګډون شل تنه وژل شوي وو او له شپېتو زيات ټپيان وو.