افغانستان

سولې شورا: د طالبانو ځينې شرطونه د منلو وړ دي

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو ويلي، د سولې خبرو اترو ته د حاضرېدو په تړاو د طالبانو له خوا وړاندې شوي ځينې شرطونه د منلو وړ دي. د سولې شورا غړي شهزاده شاهد نن وويل، د سولې خبرو لپاره د معلوم ادرس درلودلو، د طالب بنديانو له خوشې کولو او له تور لېسته د طالبانو له نوم ويستلو سره کومه ستونزه نه لري او دغه شرطونه د منلو وړ دي.

خو د شاهد په وينا د طالبانو ځينې نور شرطونه بيا د سولې خبرو کې خنډونه راولاړوي. دی وايي: «نور شرطونه لکه اساسي قانون کې د بدلون، د موقتي يا عبوري حکومت د رامنځته کولو او د بهرنيو ځواکونو د ويستلو شرطونه، دا د سولې شورا له صلاحيته پورته دي». د هغه په اند دغه شرطونه د سولې پروسه نوره هم ځنډوي او ستونزې ورته راولاړوي.

طالبانو د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د کړکېچ د اواري په موخه د «پگواش» نړيوالې موسسې له لوري په جوړه شوې غونډه کې د سولې خبرو اترو کې گډون لپاره ځينې شرطونه وړاندې کړي دي، چې له افغانستانه په بشپړ ډول د بهرنيو ځواکونو وتل، له تور لېسته د هغوی د نومونو ويستل او قطر کې د هغوی دفتر په رسميت پېژندل په کې شامل دي.

د ملي يووالي حکومت لا تر اوسه د طالبانو د نورو شرطونو په اړه څه نه دي ويلي، خو دا يې بيا بيا ويلي، چې يوازې له هغو وسله والو سره به سولې ته کښېني، چې د افغانستان اساسي قانون مني. همدا راز افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امريکا وروستۍ پرېکړه دا وه، چې پنځه سوه تازه دمي عسکر به دې هيواد ته را واستوي، ولسمشر غني هم د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button