افغانستان

له زرو ډېر سرتېري له روزنيزې دورې فارغ شول

د افغانستان د اردو له زرو ډېر سرتېري نن له روزنيزې دورې فارغ شول. دغو فارغ شويو عسکرو خپل سندونه ترلاسه کړل او جگړې ته د تگ لپاره تيار شول.

کابل کې د عسکرو د روزنې د مرکز قومندان د دغو عسکرو د فراغت مراسمو کې وويل، دغو سرتېرو ته د جنگي وسايلو د کارولو او نورو نظامي برخو کې روزنه ورکړل شوه او اوسمهال د جگړې ډگر ته تلو ته تيار دي.

لعل جان ظهير زياته کړه: «دا د خوښۍ ځای دی، دې سرتېرو د يوې لازمې روزنې د دورې له پای ته رسولو وروسته سندونه ترلاسه کړل، دوی اوس تيار دي، د خپلو نورو ملگرو تر څنگ د جگړې ډگر ته ولاړ شي».

د اردو د ښوونې او روزنې عمومي قومندان مهمند کټوازي هم د دې مراسمو په ترڅ کې د خبرو پر مهال وويل، دغه سرتېري ښه روزل شوي دي او د هر ډول جگړې لپاره تيار دي.

د اردو دغه سرتېري په داسې حال کې د جگړې ډگر ته داخلېږي، چې د دولتي ځواکونو پر ضد د طالبانو بريدونو په بې ساري ډول زور اخيستی او د شنونکو په اند د ژمي موسم هم د طالبانو پر بريدونو کوم اغېز نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button