نړۍ له بل اقتصادي کړکیچ سره مخ ده؟!
د شلمې پېړۍ په درېیمه لسیزه کې د نړۍ اقتصادي سیستم له خورا بې سارې اقتصادي کړکېچ سره مخ شو. تر دې مخکې د لویدیځ اقتصادي نظام د کلاسیکو اقتصاد پوهانو تیوریانې او نظریې عملي کولې. د دوی د نظریې مهم اصل دا وو چې هره عرضه خپله تقاضا لري. په ساده الفاظو د دې معنا دا ده چې د هېواد صنعتي او خدماتي ادارې دې له وړاندوينې پرته تولیدات کوي ځکه چې هره عرضه خپله تقاضا لري.
د لویدیځ صنعتي او خدماتي اداراتو د همدې اصل په نظر کې نیولو سره بازار ته له اندازې زیات توکي وړاندې کړل چې مقابل کې یې د بازار غوښتنه نه وه او لامله یې ټول بازارونه له یوه ستر اقتصادي کړکېچ سره مخ شول. بانکونه دیوالیه شول ځکه دوی له خلکو پیسې تر لاسه کړې وې او نه يې شوای کولی چې د هغوی پیسې بېرته ورکړي.
له دې کړکېچ نه د وتلو لپاره برتانوي اقتصاد پوه کینز خپله اقتصادي طرحه وړاندې کړه. کینز د کلاسیکو اقتصاد پوهانو د نظریو عکس نظر ورکړ. کینز وویل چې هره تقاضا خپله عرضه پیدا کوي. په دې معنا کله چې د ټولنې غړي کوم څېز ته اړتیا پیدا کړي نو بازار یې ورته حاجت پوره کوي. د کینز د تیوري له عملي کولو وروسته د نړۍ په اقتصاد کې توازن پیدا شو.
یوویشتمه پېړۍ نړۍ له اقتصادي کړکېچ سره پیل کړه. دا کړکېچ په ۲۰۰۷م کې پیل شوه. د دې کړکېچ مهم لامل دا وو چې په امریکا کې بانکونو خلک تشویقول چې پور تر لاسه کړي. دې کې د بانکونو تر منځ رقابت ډېر شو. بانکونو به خپلو پور وړونکو ته یوازې په نیم ضمانت سره پور ورکاوه چې په پای کې بانکونه په دې ونه توانېدل چې له خپلو پور وړونکو څخه پیسې تر لاسه کړي، نو لامله یې بانکونه له افلاس سره مخ شول او د نړۍ اقتصادي سېستم له کړکېچ سره مخ شو. امریکايې مشرانو مرکزی بانک ته د پیسو د چاپولو امر صادر کړ تر څو بانکونه له افلاس څخه ووځي.
موږ اوس د دې پېړۍ په دوهمه لسیزه کې یو. تېره ورځ د نړۍ د اسعارو مارکیټونه په ډېرې تېزۍ سره پرېوتل. په اوسط ډول ۲۰٪ فیصده بیې پرېوتې. د تېلو بیې ورځ تر بلې پرېوځي. د چینايي اقتصاد وده د تېرو پنځه ویشتو کلونو راهیسې په پرتله پرېوتې ده. داووس هر کال په جنوري کې د نړۍ د اقتصاد پوهانو کوربه وي. دوی د نړۍ د اقتصادي پرمختگ جاج اخلي. اوسمهال د نړۍ له گوټ گوټ څخه شاوخوا ۲۵۰۰ اقتصاد پوهان او ولسمشران په داووس کې ټول شوي دي.
سږکال د پرمختگ پر ځای دا اټکل کېږي چې ۲۰۱۶م کال به نړۍ ته بل اقتصادي کړکېچ له ځان سره راوړي؛ ځکه د اروپا بازارونه ساړه دي، د چین اقتصاد له روکود سره مخ دی. عربي اقتصادونه له تېلو عاید لري د تېلو بیې ورځ تر بلې ټیټېږي. د تېلو لرونکو د نړۍ اقتصاد له کسر سره مخ دی. له ایران څخه اقتصادي بندیزونه لرې. شول ایران د تېلو بازار ته خپل تېل وړاندې کوي چې له امله یې د اوپیک غړي هېوادونه له تشویش سره مخ دي. دا به د تېلو بیې نورې هم راښکته کړي.
د اقتصاد پوهې اننا څخه د دې په اړه پوښتنه وشوه چې گواکې د نړۍ اقتصاد به بیا له کړکېچ سره مخ شي او کنه؟ اننا د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د نړۍ اقتصاد بې ثباته دی، هر څه مخ په ځوړ روان دي، فکر کوم چې اقتصادي کړکېچ سره به مخ شو، خو دا ستونزمنه ده چې کله به وي».
بله اقتصاد پوهه ویکي پرېس د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د چین د اقتصادي ودې د پرېوتو لامل نه دی ښکاره شوی، د نورې نړۍ کړکېچ د چین له اقتصاد سره نښتی دی، که چېرې د چین د اقتصاد ودې د کمېدو په اړه پلټنه وشي، نو بیا فکر کېږي چې دا ستونزه به له منځه لاړه شي».
انستیزا بیا د دې پوښتني په اړه وویل: «زه ډېره ناهیلې یم، پوښتنه د وخت ده چې کله به له کړکېچ سره مخ کېږو، موږ له ۲۰۰۷م راهېسي په کړکېچ کې یو، د ۲۰۰۷م له کړکېچ څخه په بشپړ ډول نه یو خلاص. موږ د ۲۰۰۷م کال کړکېچ د مرکزی بانکونو له لارې حل کړ، دا باید د یوې منظمې ستراتیژۍ له لارې حل شوې وای.