د افغانستان بانک نن ۴۰ میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک نن شنبه، د لړم د میاشتې په ۳۰مه د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا ۴۰ میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې پلوري.
د افغانستان بانک لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د افغانستان بانک په دې داو طلبۍ کې د ګډون کولو په موخه له ټولو هغو صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي او مخکې یې د تضمین په توګه د افغانستان بانک د بازار عملیات د لوی آمریت او د زونونو مرکزونه سره یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ کېښودلي دي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې داوطلبۍ کې هغه صرافان چې تر اوسه پورې یې د تضمین او د اسعارو د لیلام په پروسه کې د ګډون په موخه پورته مبلغ د افغانستان بانک ته نه دی سپارلی، کولای شي له داوطلبۍ یو ورځ مخکې د تضمین پیسې وسپاري او په نورو لیلامونو کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ټينګار کړی چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه شته، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده توګه په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري.
په دې وروستیو کې افغانۍ د ډالرو مقابل کې خورا ښکته شوې او د افغانستان بانک کوښښ کوي چې د ډالرو د لیلام له لارې د افغانۍ لویدلی حیثیت بیا راپورته کړي.
د افغانستان بانک د رسمي وېبپاڼې له مخې یو امریکايي ډالر نن په ۶۸.۴۱ پيریدل کیږي او په ۶۸.۲۱ افغانۍ پلورل کیږي.