بورکينافاسو کې القاعده پر يوه هوټل بريد کې له شلو ډېر بهرنيان وژلي
د القاعده څانگې په بورکينافاسو هيواد کې د بهرنيانو پر يوه هوټل بريد کړی، چې تر دې دمه يې له شلو ډېر کسان وژلي او لسگونه نور ټپيان دي.
د بورکينافاسو د پلازمېنې واگاډوگو د روغتون مدير «رابرټ سنگاري» ويلي دي، تر اوسه شل تنه وژل شوي دي او پنځلس نور ټپيان دي، نوموړی د وژل شويو او ټپيانو هويت نه دی ښودلی، خو زياته کړې يې ده، چې بريد تېر ماښام پر «سپلانډيډ» هوټل شوی دی.
الجزيرې وېپاڼې ليکلي، القاعده ورته د تلفون له لارې ويلي، تر اوسه يې دېرش تنه وژلي دي او بريد يې د کمزورو خلکو د مرستې لپاره کړی دی.
د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير «الفا باري» د بريد او تلفاتو پخلی کړی او د بريدگرو له لوري يې د ځينو کسانو د يرغمل کولو هم ويلي دي چې يو وزير هم په کې شامل دی، هغه وايي امنيتي ځواکونو د بريد سيمه کلابنده کړې ده، څو يرغمل وگړي راخلاص کړي.
وزير د خلاصون په دغو عملياتو کې د پلازمېنې شاوخوا د پرتو فرانسوي او امريکايي عسکرو د گډون پخلی هم کړی دی.
عيني شاهدان وايي، امنيتي ځواکونو نن سهار د يرغمل شويو د خلاصون لپاره پر هوټل بريد کړی، چې هوټل ته د ننوتو پر مهال له کوم غبرگون سره نه دي مخ شوي، خو د هوټل ځينو برخو اور اخيستی دی.
په پلازمېنه واگاډوگو کې له بريد سره سم په تگ راتگ بنديز لگول شوی دی.
د بريد پړه د مختار بالمختار په مشرۍ «المرابطون» ډلې پر غاړه اخيستې ده، د دې ډلې وياند له الجزيرې سره په تلفوني خبرو کې ويلي دي، تر دې دمه يې له دېرشو ډېر بهرنيان وژلي دي او پوره جزيات به وروسته ورکړي.
المرابطون ډلې د تېر ډسمبر په پيل کې له القاعده نړيوالې «جهادي» ډلې سره يووالی اعلان کړ.