تمه ده، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان سولې له څلور اړخیزې ناستې وروسته به راتلونکې دوشنبې کابل کې هم ورته غونډه ترسره کېږي چې د افغان سولې بهیر د لارې نخچې په باب به خبرې کېږي. د دغه امریکايي چارواکي نوم نه دی یاد شوی.
بي بي سي د یوه امریکايي لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکي، چې طالبانو د پخلاینې په دغه بهیر کې د گډون پرېکړه نه ده کړې. دی وايي، څلور ګډونوال هېوادونه غواړي د پخلاینې دغه بهیر وازمايي.
طالبانو ته د امتیاز ورکولو په اړه دغه امریکایی چارواکی وايي چې «د امتیازونو د څرنگوالي په تړاو پرېکړه به خپله د افغانستان حکومت کوي».
دغه امریکایی چارواکی داسې مهال له افغان حکومت سره د پخلاینې په بهیر کې د طالبانو د نه گډون خبرداری ورکوي، چې د اسلام اباد له ناستې وړاندې د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې طالبانو د سولې بهیر کې گډون رد کړی و. ورځپاڼې، د سولې بهیر کې د سراج الدین حقاني د گډون په اړه لیکلي و: «سراج الدین حقاني وخت نه لري چې په دغسې بې ارزښته ناستو کې گډون وکړي».
سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر، ملا اختر محمد منصور مرستیال دی.
کابل هیله څرگنده کړې چې د سولې نوی بهیر باید ژر پایله ورکړي.