افغانستانخبرونهسلايډ

د ولسمشر او لومړي مرستيال تر منځ اختلافات را ولاړ شوي

د ولسمشر غني او لومړي مرستیال جنرال رشيد دوستم تر منځ په دې وروستيو کې د اختلافاتو د راولاړېدو خبرونه ورکړل شوی دي.

له کابله خپرېدونکې هشت صبح ورځپاڼې پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، دوستم له همدې امله په مهمو دولتي مراسمو، د پارلمان د ودانۍ، دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت د ودانيو په پرانسته او د «ټاپي» پروژې د لمانځلو په خوشحالۍ کې هم ګډون نه دی کړی.
سرچينې د ولسمشر او لومړي مرستيال تر منځ د اختلاف لامل د جنرال دوستم د ساتونکو کمول او د هغه ځينې غوښتنې نه منل ښودلي دي.

ورځپاڼې د باوري سرچينو له خولې ليکلي، د ملي يووالي حکومت لومړی د ولسمشر له لومړي مرستياله د هغه د ساتونکو د کمولو غوښتنه وکړه، خو هغه ونه منله، چې وروسته حکومت د دوستم د ساتونکو تنخواې پرې کړې. نوموړی اوسمهال درې سوه ساتونکي لري، چې د هغه د کور، دفتر او مېلمستون ساتنه کوي.

راپور وايي، د ملي امنيت يوه ځانګړې اداره اوسمهال د دولتي لوړپوړو چارواکو ساتنه کوي، له دوستمه هم غواړي، چې خپل ساتونکي کم کړي او ساتنه يې د دوی پر غاړه شي، خو نوموړی له دې امله ناخوښ دی، چې حکومت يې پر ساتونکو تنخواې درولې دي.

د ولسمشر او لومړي مرستيال تر منځ د اختلاف بل ټکی دا ښودل شوی، چې دوستم له ولسمشر غني غوښتنه کړې، څو د دفاع وزارت وزير يو ازبک تن وټاکي او همدا راز ده ته يوه داسې ځانګړې عملياتي ډله ورکړي، چې وسله والو مخالفينو پر ضد د عملياتو پر مهال نورو ځواکونو ته اړتيا ونه ويني.

د سرچينې پر اساس جنرال دوستم اوسمهال له ارګ او ولسمشر سره اړيکې شکولې دي او ارګ ته نه درومي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button