سعودي عربستان پر امريکا بې باوره شوی
د امريکا سی بي ايس تلويزوني کانال وايي، چې د ايران او سعودي ترينگلې اړيکې نه يوازې پر سيمهييزو هېوادونو اغېز لري، بلکې د امريکا لپاره هم ستر گواښ دی؛ ځکه چې امريکا عربي هېوادونو کې د داعش پر ضد ملاتړ ته اړتيا لري.
د امريکا امنيتي چارو کارپوه جوان زارات سي بي ايس تلويزون ته ويلي، چې عربي نړۍ کې د روانو ستونزو او ترينګلتيا اغېزې نه يوازې پر سيمه ييزو او اسلامي هېوادونو راځي، بلکې د امريکا په گډون ټولې نړۍ ته يې زيان او گواښ متوجه دی.
جوان زارات وايي، که د ايران او سعودي اوسنۍ شخړه پای ته هم ورسيږي، نو د پخوا په څېر به اسلامي نړۍ په ځانگړې توگه عربي هېوادونو کې د ايران او سعودي نيابتي جگړه همداسې روانه وي.
د ويلسن څېړنو امريکايي مرکز غړی آرون ډيويډ ميلر وال سټريټ ژورنال ته په خپله مقاله کې ليکلي، که د ايران او سعودي ترينگلتيا راکمه نه شي، سيمه کې به د سني او شيعه جگړې نورې هم زياتې شي او بالاخره زيان به يې تر امريکا هم ورسيږي او د داعش پر ضد روانه جگړه به له ناکامۍ سره مخ وي.
جون زارات وايي، د امريکا لپاره ستر گواښ دا دی، چې عربي نړۍ کې يې خپل باور له لاسه ورکړی او په ځانګړې توګه سعودي اوس پر امريکا د پخوا په څېر باور نه کوي او خپله کړنلاره په خپله ټاکي.
زارات زياتوي: «د ايران او امريکا تر منځ له اتومي تړون وروسته سعودي پر دې باور دی، چې واشنگټن په داسې حالت کې د تهران تر څنگ دريږي، چې د بشارالاسد له لوري د خپل ولس پر ضد د کيميايي وسلو په مخنيوي او له منځته وړلو کې پاتې راغلي.»
د زارات په وينا سعودي اوس د پخوا په څېر پر امريکا باور نه کوي او خپل کارونه په خپله پر مخ بيايي او له همدې امله يې يمن کې د حوثيانو پر ضد جگړه د امريکا له مشورې پرته پيل کړه او سعودي چارواکي فکر کوي، چې دوی عربي نړۍ کې د ايران د نفوذ او نيابتي جگړې په مخنيوي بوخت دی او پر دې باور دي، چې د ايران او سعودي تر منځ د شخړو پر مهال به امريکا له سعودي سره ونه دريږي.