افغانستانخبرونهسلايډ

پاکستاني بندرونو ته د افغانستان اړتیا کمېږي

د ملي يووالي حکومت اجراییه رييس ایران ته د سفر په وروستۍ ورځ د چابهار بندر لیدنه کړې. د اجراییه ریاست ویاند ویلي، افغان حکومت هڅه کوي چې د پاکستان گوادر بندر ته یې اړتیا کمه شي.

جاوېد فیصل ویلي، چې چابهار سمندر ته د افغانستان تر ټولو ارزانه او نژدې لار ده. د ده په وینا ایراني چارواکیو اجرايیه رييس سره ژمنه کړې، که افغان سوداگر غواړي د چابهار له لارې خپل توکي وارد کړي یا هلته پانگونه وکړي له ویزې، ماليې او محصول څخه به معاف وي.

افغانستان چې وچې پورې تړلی هېواد دی، ډېره اړتیا لري چې د گاونډیو هېوادونو له لارې سمندر ته لاسرسی ولري. افغانستان تل له پاکستان سره د ټرانزیټ ستونزې لري.

د زرنج – دلارام د لارې پخولو کار چې افغانستان چابهار بندر سره نښلوي په ۲۰۱۰ کال کې د هند په مرسته پای ته ورسېد. هند له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د چابهار له لارې له افغانستان او بیا د افغانستان له لارې خپل مالونه د منځنۍ اسیا بازارونو ته ورسوي. پاکستان که څه هم له افغانستان سره د ټرانزیت تړون لري؛ خو اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد له خاورې دې د افغانستان او هند مالونه تبادله شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button