ګلبدین نایب د افغانستان لپاره لوبه او سریز وګټله
نن د افغانستان او زیمبابووي تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو د سریز وروستۍ لوبه وه چې افغانستان دغې لوبې کې د زیمبابووي لوبډلې ته د ګلبدین غښتلې او پیاوړې توپ وهنې له امله په دوه ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه نن یو ځل بیا د زیمبابووي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د زیمبابووي لوبډلې وتوانید د همیلټن مسکدزا غوره توپ وهنې سره په ۴۹.۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې.
د زیمبابووي لوبډلې لپاره مسکدزا غوره او غښتلې توپ وهنه وکړه. مسکدزا په ۱۱۱ توپونو د نهو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۱۰ منډې جوړې کړې.
له مسکدزا سربیره مور په ۷۶ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ او مټمبامي په ۴۷ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره هم ښه وځلیدل.
د افغانستان لپاره امیر حمزه او محمد نبي تر ټولو پیاوړي توپ اچوونکي ثابت شول. امیر حمزه خپل ۹.۵ اورونو کې ۴۱ منډو ورکولو سره درې او محمد نبي خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۳ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان لپاره محمد شهزاد او نور علي د افغانستان لپاره غښتلې توپ وهنه پیل کړه خو د محمد شهزاد له سوځیدو وروسته دوه نور لوبغاړي هم له کوم ځنډ پرته وسوځیدل.
د ملي لوبډلې لپاره ګلبدین نایب غوره، غښتلی او حیرانوونکې توپ وهنه وکړه او لوبه يي د افغانستان په بریا پای ته ورسوله. له ګلبدین نایب سره راشد خان هم د پام وړ او غوره ملګرتیا وکړه.
دغې لوبې کې ګلبدین نایب د ملي لوبډلې لپاره په ۶۸ توپونو د دریو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۸۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
دغې لوبې کې محمد شهزاد د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۵، نور علي ځدران د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۰، حشمت الله د دریو څلوریزو په مرسته ۳۲، محمد نبي د یوې څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۶ منډې جوړې کړې.
د تیرو لوبو په څیر دغې لوبې کې هم اصغر ستانکزی او نوروز منګل ډیره خرابه لوبه وکړه. اصغر ستانکزی په اتو او نوروز منګل په دوو منډو وسوځید.
دغې لوبې ګټلو کې راشد خان هم ډیره زیاته مرسته وکړه. راشد خان په ۴۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډې جوړې کړې او د مدزیوا په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه. په دغې لوبې کې بریا یوازې د راشد خان غوره ملګرتیا سره ممکنه شوه.
ملي لوبډلې دغه لوبه د ګلبدین نایب غوره او غښتلې توپ وهنې په مرسته په ۴۹.۴ اورونو کې اته ویکټې له لاسه ورکولو سره وګټله او د پنځو یوه ورځنیو لوبو سریز يي په خپل نوم کړ.
د زیمبابووي لوبډلې لپاره جونګويي تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. جونګوي خپل اته اورونو کې ۵۰ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.
د لوبې په پای کې د زیاتو څلوریزو او شپږیزو جایزه مسکدزا ته، د سریز تر ټولو زیاتو څلوریزو او شپږیزو جایزه محمد شهزاد ته ورکړل شوه.
د سریز د تر ټولو غوره توپ وهوونکی جایزه هم هملیټن مسکدزا ته ورکړل شوه. د تر ټولو زیاتو ویکټو او غوره توپ اچونې جایزه امیر حمزه ته ورکړل شوه.
د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی جایزه ګلبدین نایب ته او د سریز غوره لوبغاړی جایزه محمد شهزاد ته ورکړل شوه.