افغانستانسلايډ

طالبانو مارجه کې لسگونه امريکايان کلابند کړي

امريکايي رسنۍ وايي، چې تېره شپه د هلمند مارجه کې د امريکايي سرتېرو نظامي چورلکه د مخالفينو په بريد نسکوره شوه، چې له امله يې يو تن وژل شوی و او دوه نور ټپيان و.

افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ اداره د پېښې پخلی کوي، مگر تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې د چورلکې د نسکورېدو مسووليت منلی او زياتوي، چې په دغه چورلکه کې شپاړسو بهرنيو پوځيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

قارييوسف زياتوي، چې چور چوراهې سيمه کې د طالبانو او امريکايي ځواکونو تر منځ جگړه روانه وه او نظامي چورلکه د خپلو سرتېرو د مرستې لپاره راغله، چې د طالبانو له لوري په نښه شوه.

فاکس نيوز په خپل تازه راپور کې وايي، چې مارجه کې د امريکايي چورلکې له نسکورېدو وروسته لسگونو امريکايي سرتيري د طالبانو له لوري کلابند دي.
فاکس نيوز د پنټاگون د سرچينو له قوله وايي، چې امريکايي سرتيري مارجه کې د وسله‌والو عملياتو پر مهال په يو کور کې د طالبانو له لوري کلابند دي او د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

د مارجې ولايتي شورا وکيل دوست محمد وايي، مارجه کې د طالبانو او گډو ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې په ترڅ کې يې تېره شپه يوه امريکايي چينوک چورلکه رانسکوره شوه او نن سهار راهيسې لسگونو امريکايي سرتيري د طالبانو له لوري کلابند دي.

دمگړۍ هم مارجه کې د طالبانو او گډو ځواکونو تر منځ جگړې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button