خرابې توپ وهنې د توپ اچوونکو هڅې هم بې ګټې کړې
نن د افغانستان او زیمبابووي تر منځ د پنځو یوه ورځنیو لوبو د سریز څلورمه لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې افغانستان د خرابې توپ وهنې له امله په ۶۵ منډو ماتې وخوړه.
د نننۍ لوبې پچه یو ځل بیا د زیمبابووي لوبډلې وګټله او د لوبغالۍ او هوا حالت ته کتو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د زیمبابووي لوبغاړو غښتلې توپ وهنه پیل کړه خو د لوبې په اخره کې يي چټکې ویکټې له لاسه ورکړې.
د زیمبابووي لوبډلې د چیبابا او مور غښتلې او پیاوړې توپ وهنې په مرسته په ۴۹.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۶ منډې جوړې کړې.
د زیمبابووي لوبډلې لپاره چیبابا په ۹۲ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۵۳ او مور په ۷۲ توپونو د څلورو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.
د ملي لوبډلې توپ اچوونکو د هرې لوبې په شان نن یو ځل بیا غښتلې او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. دغې لوبې کې دولت ځدران او راشد خان تر ټولو غښتلې توپ اچونه وکړه.
نننۍ لوبې کې دولت ځدران خپل ۱۰ اورونو کې ۵۴ منډو ورکولو سره درې، راشد خان ۱۰ اورونو کې ۴۳ منډو ورکولو سره درې، امیر حمزه ۱۰ اورونو کې ۳۱ منډو ورکولو سره دوه او میرویس اشرف خپل ۹.۱ اورونو کې ۳۶ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.
د ملي لوبډلې د توپ وهنې پیلوونکي لوبغاړي یو ځل بیا د سیالې لوبډلې د توپ اچوونکو ښکار شول او د لوبې د پیل په شیبو کې نور علي ځدران خپله ویکټه له لاسه ورکړه چې له هغې سره د ویکټو له لاسه ورکولو لړۍ پیل شوه.
شهزاد محمدي یو ځل بیا غوره توپ وهنه وکړه خو د چیبابا په توپ اچونې يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه. له شهزاد محمدي څخه وروسته حشمت الله شهیدي هم د نورو لوبغاړو په پرتله ښه وځلید خو د کریمیر په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
ملي لوبډلې د کمزورې توپ وهنې له امله په ۴۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې او د ۶۵ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.
د ملي لوبډلې لپاره شهزاد محمدي په ۷۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۵ او حشمت الله شهیدي په ۶۷ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.
د زیمبابووي لوبډلې لپاره چیبابا تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. چیبابا خپل لسو اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.
د دغې پنځو یوه ورځنیو سیالیو سریز لومړۍ دوه لوبې افغانستان او وروستۍ دوه لوبې د زیمبابووي لوبډلې ګټلي. د دغې سیالیو وروستۍ لوبه به د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي چې د دغې لوبې ګټوونکی به د دغې سریز ګټوونکی وي.