سيمه او نړۍ

بشر حقوقو د څار اداره: پاکستاني پوليس دې افغان کډوال نه ځوروي

د بشر حقوقو د څار ادارې په خپل تازه راپور کې له پاکستانه غوښتي، چې په دې هېواد کې د پرتو افغان کډوالو د ځور، تهديد او د پوليسو د بد چلند د مخنيوي لپاره دې اړين ګامونه پورته کړي.

د يادې ادارې په يوه راپور کې ويل شوي دي، چې د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر په مياشت کې د پېښور په يوه مکتب د پاکستاني طالبانو له بريد وروسته له افغان کډوالو سره سلوک په بې ساري ډول بد شوی او د دې لامل شوی، چې ډېری دغه يا هم جنګ ځپلي افغانستان وګرځي او يا په اروپا کې پناه وغواړي.

په آسيا کې د بشر حقوقو د څار د دفتر مرستيال فليم کاين وايي: «په تېر يوه کال کې له افغانانو سره د پاکستاني پوليسو بې رحمه بد چلند د پاکستاني حکومت د سمدستي ګام اخستو غوښتنه کوي، پاکستان بايد پر خپلو پوليسو زور واچوي، چې پر ټولو افغان کډوالو د تور پورې کولو پر ځای د جنايت اصلي عاملين ونيسي».

راپور زياتوي، پاکستان بايد مطمئن وي، چې د قانون پلي کولو ټولې ادارې او پاکستاني چارواکو په پاکستان کې له پرتو افغانانو سره انساني چلند کوي او د نړيوالو او ملي قوانينو په پلي کولو کې د هغوی بشري حقوقو ته احترام لري.

ياد راپور له نږدې ۱۰۰ تنو افغان کډوالو او راستنو شويو افغانانو، د افغانستان او پاکستان له چارواکو، د غير دولتي ادارو له کار کوونکو، ډپلوماتانو، خبريالانو او اړوند خلکو سره له خبرو اترو وروسته تيار شوی دی.

ياده دې وي چې پاکستان يو له هغو هېوادو دی، چې تر ټولو ډېر افغان کډوال په کې مېشت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button