روغتيا

هغه خوږې وږمې (ښه بویونه) چې یو شمېر ناروغۍ درملوي

د ساینس او ساینسپوهانو په وینا د گلونو خوږې وږمې انسان ته د هغه غوره او ښکلې خاطرې په یادولی شي خو وروستیو څیړنو ثابته کړې چې ځینې ښه بویونه او خوږې وږمې د انسانانو لپاره حیرانوونکې روغتیايي گټې هم لري.

د روغتیايي څیړونکو او کارپوهانو په وینا د خوږو وږمو ځینې ډولونه انسان له ذهني فشار، د سر درد او خوب له مختلفو ناروغیو څخه په ژغورلو کې مرسته کولی شي.

دلته مو له یو شمېر هغو خوږو وږمو سره چې د وروستیو څیړنو پر بنسټ حیرانوونکې او گټورې روغتیايي گټې لري اشنا کوو.

۱- سنبل؛ د خوب لپاره گټور دی
د سنبل د گل یو ځانگړی ډول چې لونډر Lavender نومېږي بوی له ځنډ پرته د انسان جسم او ذهن ته ارامتیا بښي. د دغه گل بوی په ځانگړی ډول هغو کسانو ته چې د بې خوبۍ په رنځ اخته دي ځانگړې گټه لري. په یوې څیړنې کې ثابته شوې چې د دغې اسماني رنگه گل بوی د خوب اړوند ناروغیو په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کولی شي.

۲- دار چینی؛ ذهن چټک کوي
د دار چینی بوی د انسان ذهني وړتیا زیاتوي او ذهن چټک کوي. په یوې څیړنې کې ثابته شوې وه چې دار چینی بویولو سره په انسان کې د یاددښت، تمرکز او چټک غبرگون په څیر ذهني وړتیاوې غښتلي کیږي.

۳- صنوبر؛ ذهني فشار له منځه وړي
د صنوبر خوږه وږمه ذهني فشار او اندیښنه له منځه وړي. په جاپان کې یوې ترسره شوې څیړنې پر بنسټ د صنوبر د ونو شاوخوا گرځیدل انسان له ذهني فشار او مایوسۍ څخه ژغوري او انسان ته ذهني ارامتیا ورکوي. د یو شمېر څیړنو پر بنسټ د صنوبر خوږه وږمه له ځنډ پرته انسان ته ذهني ارامتیا ورکوي.

۴- واښه؛ د وښو بوی مو خوښ ساتي
د تازه وښو یا چمن بوی انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي. په یوې څیړنې کې ثابته شوې چې د وښو په بوی کې داسې کیمیاوي مواد شتون لري چې انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي. دغه بوی د عمر زیاتوالی له امله د ذهن له منځه تلو څخه مخنیوی کوي.

۵- ترشې میوې، د ځواک احساس ورکوي
که چیرې غواړئ ذهن وړتیا مو زیاته شي نو د چای او کافي پر ځای ترشې میوې انتخاب کړئ. لیمو او مالټه د ویټامین سي لرلو له امله ځانگړی شهرت نه لري بلکه د دغو میوو بوی انسان د ویښ او غښتلی کولو له امله هم ډیر مهم دي.

۶- ونیلا، د خوښۍ احساس درکوي
د ونیلا نومې گل خوږه وږمه انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي او د دغه گل بویولو سره انسان د ارامتیا او خوښۍ احساس کوي.

۷- پودینه (نعنا)، تمرکز زیاتوي
له دې سربیره چې دغه خواړه د خولې بد بوی له منځه وړي د ذهني غښتلتیا لپاره هم ډیر گټور دی. د یوې څیړنې پر بنسټ د پودینې بوی د اعصابو عمومي روغتیا غښتلی کولو سره د تمرکز وړتیا غښتلی کوي.

۸- چنبیلي؛ ذهني فشار او مایوسي له منځه وړي
د چنبیلي گل خوږه وږمه د انسان ذهن له مایوسه کوونکو فکرونو او خیالاتو څخه پاکوي. په یوې څیړنې کې ثابته شوې چې د چنبیلي د تیل بوی انسان له ذهني فشار څخه ژغوري او د خوښۍ احساس ورکوي.

۹- مڼه؛ د نیمايي سر درد (نيم سېری) له منځه وړي
د مڼې بوی د نیمایي سر درد څخه مخنیوی او له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د یوې څیړنې پر بنسټ د دغې میوې بوی د دې وړتیا لري چې د نیمايي سر درد په بشپړه توگه له منځه یوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button