دوبۍ نوی کال په «اور» پیل کړ
تېر ماښام د نوي کال له پېل څخه څو ساعته وړاندې د دوبۍ په ۶۳ پوړیز اسمان څک هوټل کې د گڼو چاودنو له غږ سره یوځای اور لگیدلی دی. د اور زورورې لمبې په ډیرې تېزۍ سره د هوټل ټولو پوړیو ته ورسېدې. دغه هوتل د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ «برج الخلیفه» تر څنگ په ډون ټون سیمه کې پروت دی. د اور وژنې او نورې مرستندویه ډلې د پېښې سيمې ته د اور وژلو او مسافرو ژغورلو لپاره رسېدلي دي.
سیمه کې د الجزیره خبریال، دیانا الرافعي وایي، د هوټل کېڼ لوری ټول د اور په لمبو کې سوځي. اور له یوې وړې چاودنې سره پيل شو او خلکو له ویرې منډې کړي چې له هوټله ووځي.
د دوبۍ د حکومت رسمي اژانس په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې تر دې دمه په دې پېښه کې ۱۴ تنه زخمیان روغتون ته رسول شوي. روغتون ته په رسول شوو کسانو کې پر یوه تن د زړه حمله راغلې. رسنۍ وایي چې همدا یو تن وژل شوی.
د چارواکو په وینا اور د گرینویچ په وخت ۲۱:۰۰ قابو شوی. د دوبۍ د خبري اژانس د راپور له مخې اور لومړی په ۲۰ پوړ کې لگیدلی وو او د اور لمبې له هوټله بهر راووتې. د الجزیرې د خبریالې په وینا د اور لگیدو سره سم د هوټل له ودانۍ څخه روغ او مات څیزونه لاندي پریوتل. «د اور لمبې ډیرې تیزې وې ما کله هم خپل ژوند کې داسې اور نه و لیدلی».
تر دې دمه د اور لگیدو لامل نه دی ښکاره شوی. پلټنې روانې دي. له پېښې سره سره په برج الخلیفه او نورو ودانیو کې نوی کال ونمانځل شو. هر کال گڼ شمېر سیلانیان نوی کال په دوبۍ کې پېلوي. د نړۍ د نوي کال تر ټولو سره مېله د دوبۍ په ښار کې تر سره کیږي.