خبرونهسيمه او نړۍ
د اسراییلو پخوانی لومړی وزیر د رشوت اخیستلو په جرم بندي کېږي
د اسراییلو سترې محکمې پخوانی لومړی وزیر «اېهود اولمرت» د رشوت اخيستلو په جرم په ۱۸ میاشتو بند محکوم کړ. تر دې مخکې د اسراییلو سترې محکمې اېهود اولمرت په ۶ کاله بند محکوم کړی و. محکمې د خپل حکم له بیاکتنې وروسته د ۷۰ کلن اولمرت بند له شپږو کالو څخه اتلسو میاشتو ته راکم کړ.
اېهود اولمرت له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې د اسراییلو لومړی وزیر و. پر ده د رشوت اخيستلو تورونه د بیت المقدس ښار د ښاروال په توګه د دندې ترسره کولو د وخت دي. اولمرت له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۰۳ پورې د بیت المقدس ښار ښاروال و. ده د خپلې ښاروالۍ په دوره کې د څو ناقانونه ودانیو د جوړولو لپاره څو وارې رشوت اخيستي و.
د اسراییلو په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د دوی لومړی وزیر زندان ته بېول کېږي. محکمې دی په خیانت محکوم کړی دی.