سلايډسيمه او نړۍ

اردوگان: د امريکا «فرقه ورانه» کړنو موږ اړ کړو، چې سوريه کې مداخله وکړو

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوگان ويلي، چې ايران سوريه د شيعه‌ييزم له امله د خپلو گټو لپاره د بشارالاسد ملاتړ کوي او که ايران سوريه کې مداخله نه وای کړې، نو موږ به اړ نه وو، چې د سوريې په اړه خبرې وکړو.

ښاغلي اردوگان د ترکيې رسمي تلويزون سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې ايران د بشارالاسد ملاتړ کوي، همدا رنگه داعش او د سوريې کردان ټول د سوريې ولس وژني او بې کوره کوي يې.

د اردوگان په وينا ايران، بشارالاسد، داعش او د سوريې کردان په گډه د سوريې ملي گټو او ولس ته گواښ دي.

د سوريې کړکېچ په اړه ايران او ترکيه جلا جلا نظرونه لري.

ايران او روسيه د واکمن بشارالاسد ملاتړ کوي او ترکيه بيا له پيله د بشارالاسد د گوښه کېدو غوښتنه کوي او وايي، چې تر څو بشارالاسد په واک کې وي، د سوريې ستونزه نه حل کيږي.

له دې وړاندې وړاندې د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود جاوېش اوغلو هم په يوه تلويزوني مرکه کې ويلي و، چې د «شيعه‌ييزم» په موخه د ايران روان سياست د ټولې سيمې لپاره ګواښ دی.

مولود جاوېش اوغلو دا هم ويلي و، چې هېواد يې سوريې او عراق کې د ايران د مذهبي سياست سره کلک مخالفت لري او زياتوي، چې د ايران دغه سياست د ټولې سيمې لپاره ګواښ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button