د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف نن په يو رسمي سفر کابل ته راځي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» مشر ډگر جنرال عاصم باجوه په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې جنرال راحيل شريف د افغان ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه په يو ورځني سفر کابل ته ځي.
افغان او پاکستاني چارواکو په رسمي توگه د جنرال شريف د سفر موخه نه ده په ډاگه کړې، خو پاکستاني رسنيو د جنرال عاصم باجوه له قوله ليکلي، چې جنرال راحيل شريف د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو بيا رغولو او سولې بهير د گړندي کولو په موخه کابل ته سفر کوي.
د پاکستان لوی درستيز په داسې حال کې کابل ته راځي، چې وړمه ورځ د هند لومړي وزير کابل ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند په مالي مرسته جوړه شوې نوې ودانۍ پرانيسته.
له تېرو څو مياشتو د افغانستان او پاکستان اړيکې وورسته له هغې خرابې شوې وې، چې ولسمشر اشرف غني د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې افغانستان کې د روانو نا امنيو او تاوتريخوالي پړه پر پاکستان واچوله او له پاکستان سره يې هر ډول اړيکې وځنډولې.
تېره مياشت کابل ته د پاکستاني ملتپالو سياسي مشرانو له راتگ وروسته ولسمشر غني د دوی په غوښتنه پاريس کې له پاکستاني صدر اعظم نوازشريف سره د ليدو هوکړه وکړه او د پاريس له کنفرانس وروسته يې د امريکا او چين په ټينگار اسلام اباد کې اسيا زړه کنفرانس کې گډون وکړ او دواړو مشرانو د امريکا او چين په منځگړيتوب يو ځل بيا د اړيکو رغولو او سولې بهير د بيا پيلولو اعلان وکړ.
ولسمشر غني اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان لوی درستيز ته بلنه ورکړې وه، چې کابل ته راشي.