افغانستان کې د برتانوي سرتيرو پخواني قوماندان لارډ ډينيټ هلمند کې د وروستيو ستونزو او تاوتريخوالي په تړاو د افغانستان سياسي او نظامي مشران پړه بللي دي.
دغه برتانوي چارواکي ويلي، تر څو چې برتانوي سرتيري په هلمند کې وو، حالات سم وو او هغه مهال، چې برتانوي ځواکونه له هلمنده ووتل، طالبانو يو ځل بيا د دغه ولايت گڼې سيمې ونيولې.
په عين حال کې د برتانيې دفاع وزارت ويلي، چې لسگونه برتانوي، سرتيري يې هلمند ته لېږلي او دوی د جگړې ډگر ته د تلو پر ځای د مشورو او روزنې دنده پر مخ بيايي.
لارډ ډينيټ افغانستان کې د برتانوي سرتيرو پخواني مشر قوماندان ټينګار کړی، چې د هلمند وروستيو نا امنيو پړه د افغانستان سياسي او نظامي مشرانو پر غاړه ده او که هلمند کې د برتانيې هڅې او پانگه له منځه ځي، نو پړه به يې د افغان حکومت پر غاړه وي.
«هغه مهال، چې موږ هلمند پرېښود د دغه ولايت حالات ډېر ډاډمن وو، چې موږ ووتو افغان حکومت هلمند ته د اولويت په سترگه نه دي کتلي او اوس، چې هلمند کې څه روان دي، زه يې ډېر وېرولی يم.»
د غربي رسنيو له قوله يوازې سنگين کې نږدې سل برتانوي سرتيري وژل شوي او اوس، چې د سنگين په گډون د هلمند ډېری سيمې د طالبانو په ولکه کې دي، د برتانيې اندېښنې راپارولي دي.
د هلمند ولايتي شورا مرستيال ملا مجيد وايي، چې د ملي اردو او پوليسو مړي په قوماندانۍ کې پراته دي او څوک نه شته، چې راپورته يې کړي.
په عين حال کې د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وايي، چې د دفاع وزارت له لوري د هلمند په اړه نوي پلانونه پيل شوي او ډېر ژر به دې ولايت ته نوي ځواکونه راوليږي.
د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی بيا ټينگار کوي، چې د هلمند ټولې ولسوالۍ د حکومت په لاس کې دي او «هېڅ» ولسوالي د مخالفينو په لاس کې «نه ده».
تېره ورځ د سنگين له سقوط وروسته د ولسوالۍ امنيه قوماندان والي ته د يو پيغام په ترڅ کې ويلي و، چې د دوی لپاره «دوه سوه قبرونه وباسي».
د هلمند ولايتي شورا رييس کريم خان اتل وايي، چې د هلمند ۶۵ سلنه خاوره له مخالفينو سره ده.
ملي شورا کې د هلمند استازي او ولايتي شورا وکيلان وايي، چې طالبان د هلمند مرکز لښکرگاه ته رارسېدلي او که مرکزي حکومت هلمند ته بېړنۍ پاملرنه ونه کړي، نو لښکرگاه به «ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي».
هلمند کې د جگړو او تاوتريخوالي د زياتېدو خبرونه په داسې حال کې ترلاسه کيږي، چې وړمه ورځ نيويارک ټايمز او وال سټريټ ژورنال په خپلو راپورونو کې ويلي و، چې امريکايي او برتانوي سرتيري هلمند کې په پټه د طالبانو پر ضد جگړې کوي.
د هلمند ولايت ویاند عمر ځواک هم نيویارک ټايمز ته منلې، چې امريکايي او برتانوي ځواکونه هلمند کې د طالبانو پر ضد جگړې کوي.
د څارونکو په اند د هلمند امنيتي وضعیت په اړه راتلونکې څو ورځې ډېرې مهمې دي، طالبان هڅه کوي، چې د ولايت مرکز لښکرگاه د حکومت له ولکې وباسي، حکومت او بهرني پوځيان بيا وايي، چې هلمند به له سقوطه ساتي.
هلمند د جغرافيايي موقعيت له پلوه د افغانستان لس سلنه برخه جوړوي، څوارلس ولسوالۍ لري، چې باغران او دېشو ولسوالۍ يې له تېرو څوارلسو کالو، موسی کلا او نوزاد له تېرو درې مياشتو راهيسې، خانشين له تېرو دوو اونيو راهيسې د طالبانو په واک کې دي او د لښکرگاه د دوهمې حوزې په گډون واشېر او باباجي ولسواليو کې خونړۍ نښتې روانې دي.