بارک اوباما د گوانتانامو زندان تړلو پر ژمنې ولاړ دی
د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو ځل بیا ټینگار کړی چې د خپلې واکمنۍ تر پایه به د گوانتانامو زندان وتړي. اوباما ویلي، که د امریکا ولسي جرگه یې د دې کار مخنیوی کوي؛ نو د خپلو واکونو په کارولو سره به زندان وتړي.
د گوانتانامو زندان په نړیواله کچه د امریکا پر خلاف د بشري حقونو ادارو ډېرې نیوکې راپارولې وې. دغه زندان د کیوبا په یوه ټاپو کې د امریکا له خوا د ترهگرۍ پر ضد جگړې له پیل وروسته په ۲۰۰۲ کې جوړ شو. په دغه زندان کې پر ساتل کېدونکی تور دی چې د «امریکا دښمنان دي».
دمگړۍ په دغه زندان کې ۱۰۷تنه زندانیان ساتل کېږي. د امریکا د دفاع وزیر، اشټون کارټر ژمنه کړې چې ۱۷تنه زندانیان به له دې زندانه وباسي چې له دې سره به د پاتې زندانیانو شمېر ۹۰تنو ته راکښته شي.
بارک اوباما د ۲۰۰۸م کال له ټاکنو وړاندې ژمنه کړې وه چې واک ته له رسېدو سره سم به دغه زندان وتړي.