د امریکا د دفاع وزیر په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی
د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر د پنټاگون د خبر له مخې نن د جمعي په ورځ افغانستان ته رسیدلی. کارتر له خپل افغان سیال سره له کتنې وروسته په جلال اباد کې د امریکایي پوځیانو اډې ته هم سر ورښکاره کړی. د سفر موخه د افغانستان له دفاع وزیر معصوم استانکزي سره د امریکا له لورې په پوځي برخه کې د مرستو ارزونه او تر څنگ یې په جلال اباد کې له خپلو سرتیرو سره لیده کاته ښودل شوی.
له کتنو وروسته کارتر او استانکزی دواړو په یوه خبري کنفرانس کې گډون وکړ. په دغه خبري کنفرانس کې کارتر د داعش په اړه وویل: «دا یوه خطرناکه ډله ده او موږ یي له نږدي څارنه کوو».
ده همدارنگه زیاته کړه چې د افغانستان په ځینو سیمو کې «د طالبانو لنډمهالی شتون هم دا ښکاره کوي چې دا جگړه څومره ستونزمنه او له ننگونو ډکه ده». دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان، جنرال جان کمبل خبریالانو ته وویل چې د داعش له ډلې سره عراقي او سوریايي جنگیالې هم شته دي او دغه ډله غواړي په ننگرهار کې یو مرکز جوړ کړي. کمبل د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم سند وړاندې نه کړ. دا لومړی ځل دی چې امریکایان په افغانستان کې د داعش په نامه جنگیاليو په اړه وايي چې بهرني ورسره دي.
کارتر همداراز زیاتوي چې داعش غواړي د ننگرهار له لارې کنړ او د افغانستان نورو سیمو ته خپل فعالیتونه خپاره کړي.