سيمه او نړۍ

۲۰۱۵ د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ډېر کډوال لرل

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو نړیواله کمشنري په خپل راپور کې وایي چې ۲۰۱۵ کال دنړۍ په تاریخ کې تر ټولو ډیر کډوال لرل. دغه اداره وايي چې د دغو کډوالو پاموړ شمېر  په خطرناکو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له ۲۰۱۱ کال راهیسي سوریه کې جگړه د دې لامل شوه چې د سوريې خلک خپل هیواد د اروپا او نورو گاونډیو په هیله  پریږدي.

د کډوالو له دې ډلې څخه یوازې یو میلیون اروپا ته تللي دي. دغه راپور زیاته کړي ده چې تېر کال په نړۍ کې د کډوالو ټوله شمیره ۱۹.۵ میلیونو ته رسیده چې سږ کال د ۲۰۱۵ تر نیمایي پورې دغه شمیره تر ۲۰ میلیونو لوړه شوه چې له دې سره د ملگرو ملتونو د ثبت له مخي له ۱۹۹۲ کال را په دې خوا دا د کډوالو تر ټولو لوړه شمیره ده.

په ۲۰۱۵ کې ډېری کډوال د سوریې، عراق او افغانستان خلک تشکیلوي. په افغانستان کې د ناامنیو له زیاتېدو او د دندو له کمېدو سره پاموړ شمېر خلکو اروپا ته مخه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button