افغانستانخبرونهسلايډ

د «حراست او ثبات» په نامه اپوزیسیوني شورا رامنځته شوه

نن په کابل کې د پخواني حکومت د ځینو چارواکو او تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندو په ګډون د «ثبات او حراست» په نامه اپوزیسیوني تشکیل رامنځته شو. په دغه شورا کې د تېرو ټاکنو نوماند، عبدرب الرسول سیاف، د پخواني حکومت د چارو د ادارې رييس، صادق مدبر، د دفاع وزیر، بسم الله محمدي، د دفاع پخوانی وزیر، عبدالرحیم وردګ، د ولسي جرګې پخوانی رييس، محمد یونس قانوني، د ولسي او مشرانو جرګو رييسان، عبدالرووف ابراهیمي او عبدالهادي مسلم‌یار، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، زلمی رسول، د اقتصاد پخوانی وزیر، عبدالهادي ارغندیوال او د کورنیو چارو پخوانی وزیر، محمد عمر داوودزی ګډون لري.

په دغه شورا کې ډېری داسې سټې راټولې شوې دي، چې د حامد کرزي د حکومت پر مهال یې په لوړو څوکیو کار کاوه. دا لومړی ځل دی چې د ملي يووالي د حکومت له تشکیل راهیسې د حکومت د مخالفو سیاستوالو تشکیل خپلو شتون اعلانوي. په دغه شورا کې د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ اسلامي حزب هم ګډون لري. د ارغندیوال ګوند په تېرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله له نوماندۍ ملاتړ وکړ. د اجراییه ریاست لومړی مرستیال د ارغندیوال له ګوند څخه دی.

د شورا یو مخکښ غړی، عبدرب الرسول سیاف وویل، د ملي او اسلامي ارزښتونو حراست او د افغانستان د پایښت ساتنه د شورا له اصلي موخو څخه دي. سیاف زیاتوي، چې جهادي او سیاسي مشران د ناامنیو، بې کاریو او سیاسي بې ثباتۍ په اړه د اندېښنو په پایله کې د حراست او ثبات شورا رامنځته کړه. سیاف ټینګار کوي چې د شورا موخه د نظام سقوط نه دی. عبدرب الرسول سیاف وايي، د ملي يووالي حکومت مشران باید د سیاسي هوکړې پر بنسټ خپلې ژمنې پلې کړي. سیاف زیاتوي: «موږ اوس له دوی دودیزه لویه جرګه نه غواړو، د اساسي قانون لویه جرګه دې راوغواړي، که په دې کې ځنډ کېږي، خلک به د بدیلونو په لټه کې شي، چې په بدیلونو کې بیا ښايي خواږه او ترخه مطرح شي».

که څه هم په دغه شورا کې پخوانی ولسمشر، حامد کرزی برخه نه لري؛ خو ویل کېږي ښاغلي کرزي ته ډېری نژدې سټې د شورا له فعالو غړو څخه دي.

د شورا بل غړی، محمد یونس قانوني هم وايي چې د حراست او ثبات شورا د نظام پر ضد عمل نه کوي او شورا به لنډمهاله نه وي. قانوني زیاتوي، شورا به په راتلونکو ټاکنو کې فعاله برخه اخلي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر، عمر داوودزي وویل، ولسمشر غني چې د سولې په هیله پر کومه لار ځي «د ترکستان پر ځای ګورستان ته تللې ده».

د اجراییه ریاست کلتوري سلاکار د شورا په تړاو پر خپلې فېسبوک پاڼې ولیکل: «د حراست او ثبات شورا د شتون اعلان یو مثبت حرکت دی».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button