افغانستانسلايډ

هلمند کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سختې نښتې روانې دي

د هلمند شمال کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د خونړيو نښتو خبرونه ورکول شوي دي.

راپورونه وايي، چې ځينې پوستې د امنيتي ځواکونو له واکه وتي دي.
د چارواکو په وينا د واشېر ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې له تېرې شپې جګړې روانې دي.

د واشېر يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د ملي اردو ځينې پوستې نيولي، شل امنيتي ځواکونه يې وژلي او شاوخوا شل نور يې ژوندي نيولي دي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې هلمند کې تاوتريخوالی د پخوا په پرتله زيات شوی، په ځانګړې توګه نهر سراج، مارجه، واشېر او سنګين ولسواليو کې د طالبانو بريدونو زيات شوي دي.

هلمند کې د وروستيو جګړو او بريدونو خبرونه په داسې وخت کې ورکول کيږي، چې وړمه ورځ نيويارک ټايمز او وال سټريټ ژورنال داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې امريکايي او برتانوي سرتيري په پټه هلمند کې د طالبانو پر ضد جګړې کوي او تر اوسه يې څلور ستر عمليات ترسره کړي دي.

غربي رسنۍ وايي، چې طالبانو په دې وروستيو کې لږ تر لږه څلور ولسوالۍ نيولي او اوس د ولايت مرکز لښکرګاه ته شوي دي.

د راپورونو له مخې له تېر يو کال راهيسې يوازې هلمند کې لږ تر لږه دوه زره امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغانستان کې د امريکايي سرتېرو مشر قوماندان جنرال کمپل وايي، چې دوی به پرې نه ږدي، چې طالبان د هلمند مرکز لښکرګاه ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button