د روان ميلادي کال له نيمايي وروسته افغانستان کې د طالبانو بريدونه او نا امنۍ د پخوا په پرتله زياتې شوي دي.
د امريکا دفاع وزارت کانګريس ته په خپل نوي راپور کې ويلي، چې د روان کال له نيمايي وروسته د افغانستان په لر و بر کې د طالبانو بريدونه او چاودنې د پخوا په پرتله نورې هم زياتې شوي دي.
د امريکا دفاع وزير اشتون کارټر کانګريس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د روان کال له نيمايي وروسته د کندز په ګډون ډېرې داسې سيمې ونيولې، چې تمه يې نه کېده او افغان ځواکونو ته يې له اټکله زياته مرګ ژوبله واړوله.
«سره له دې، چې افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو پر ضد د عملياتو او جګړې لېوالتيا ښيي، مګر په عملي ډګر کې موږ وينو، چې طالبان غښتلي دي، په لږو تلفاتو ډېرې سيمې نيولای شي.»
راپور کې دا هم راغلي، چې طالبان د افغان حکومت او امريکايي عسکرو پر وړاندې ستر خنډ دی او افغانستان کې ۹۸۰۰ مېشت امريکايي عسکر وخت پر وخت د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد عمليات کوي.
د طالبانو د مخ پر زياتېدو بريدونو په ترڅ کې دا هم ويل شوي، چې په ډېرو لږو تلفاتو يې دوه مياشتې وړاندې له افغان ځواکونو کندز ولايت په بشپړه توګه ونيو او له دوو اوونيو کنټرول وروسته د امريکايي جنګي الوتکو او پوځيانو په ملتيا افغان حکومت دغه ولايت بېرته له طالبانو ونيو.
کندز کې د امريکايي عسکرو د بريدونو پر مهال امريکايي الوتکو دغه ولايت کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون بمبار کړ، چې له امله يې د روغتون ډاکټرانو او عملې په ګډون لسګونو ناروغان ووژل شول.
د بشري حقونو نړيواله ټولنه او د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي، چې امريکايي الوتکو دا بريدونه په لوی لاس کړي او دا بايد جنګي جنايت وبلل شي.