افغانستانخبرونه

د پاکستان لوی درستیز کابل ته راځي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف به ډېر ژر کابل ته راشي. دغه سفر کې به جنرال راحیل شریف د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پروسي د بیا پیلېدو په اړه خبرې اترې وکړي.

راپورنه زیاتوي چې په دې سفر کې به له جنرال راحیل سره د حکومتي چارواکو لوړ پوړی ټیم هم وي. د دې سفر د موخې په اړه ويل شوي دي چې د سولې د خبرو اترو لپاره به ځانګړې نېټه وټاکي.

د سولې د پروسې لومړی پړاو د روان کال د جون په میاشت کې اسلام اباد تر څېرمه سيمه «مري» کې تر سره شوې وې. ویل کېږي چې دويم وار خبرې به هم په یاده سيمه کې تر سره شي. د سولې د پروسې د خبرو د دويم پړاو د پېلیدو هوکړه د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف تر منځ د «اسیا زړه» کنفرانس په څنډه کې وشوه.

د سولې د پروسې په لومړۍ دوره کې چینایان او امریکایان څارونکي ول، تمه کېږي چې په دويم پړاو کې به نور هېوادونه هم د څارونکو رول لوبوي.

د جولاي په میاشت کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د وفات له اعلان سره سم د سولې خبري پرې شوي. چې ورسره ولسمشر اشرف غني دا پروسه تحریم اعلان کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button