په ملي يووالي حکومت کې د اجراييه رييس دویم مرستیال حاجي محمد محقق داسې مهال پاکستان «بد ګاونډی» ګڼي، چې ولسمشر پرېکړه کړې چې یو ځل بیا د پاکستان په نوښت له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي. محقق چې په راتلونکي پسرلي کې د سختو جګړو احتمال قوي ګڼي وايي: «خدای دې چاته بد ګاونډی نه ورکوي، زموږ ګاونډی بد دی، موږ خو د دوستۍ لاس اوږدوو».
محمد محقق وايي، چې طالبان توانېدلي چې بدخشان ته څېرمه د وسلو زېرمې رامنځته کړي. دویم مرستیال زیاتوي: «هغه معلومات چې موږ ته رسېږي، ښيي چې هغوی [طالبانو] د سلو تڼو شاوخوا وسلې د بدخشان او نورستان ترمنځ درې ته لېږدولي، زرګونه میله وسله د مومندو دره کې او همداراز د هېواد په سویل کې… دا ټول ښيي چې جګړه په اسانۍ نه ختمېږي».
د اجراییه ریاست دویم مرستیال داسې مهال د جګړې د تودېدو خبر ورکوي، چې پاکستان ته د ولسمشر غني سفر یو ځل بیا د سولې اړوند ځینې هیلې راټوکولي. ولسمشر په کابل کې وویل، چې ښايي تر دوو اوونیو پورې به د سولې خبرې پیل شي.