افغانستانسلايډ

«اشرف غني امريکايانو ته د لابي‌توب له پاره مياشتينۍ پيسې ورکړي»

نيو يارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي دي، چې ولسمشر غني امريکا کې «جان پوډسټا» ته د دې له پاره د مياشتې پنځوس زره ډالر ورکول، چې د هغه د حکومت په ګټه لابي‌توب وکړي.

سرچينې زياته کړې ده، چې ولسمشر غني د امريکا ډموکراټ ګوند ته ډېر نږدې و او د هېلري کلنټن د ټاکنيز مرکز رييس «جان پوډيسټا» ته یې د دې له پاره مياشتينۍ پيسې ورکولې، چې امريکايي چارواکو سره د ولسمشر غني اړيکې ښې کړي. راپورونه ښيي، چې ولسمشر غني د دې کار له پاره «پوډسټا» شرکت ته د مياشتې پنځوس زره ډالر ورکول.

د نيويارک ټايمز په دې راپور کې راغلي: «د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اسناد ښيي، چې ولسمشر غني د خپل کار له پيله لږه موده وروسته «پوډيسټا» شرکت د پنځوس زرو ډالرو په بدل کې استخدام کړ، څو امريکا کې د ده د حکومت له پاره لابي‌توب وکړي او امريکا سره اړيکو کې يې مرسته وکړي، جان پوډيسټا د دې شرکت له بنسټګرانو څخه دی.

راپور زياتوي: «همغه کال چې ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مېلمانه و، اشرف غني د جان پوډيسټا په ګډون له څو تنو څخه افغانستان سره د همکارۍ له کبله مننه وکړه».

د ولسمشر غني د وياند مرستيال دوا خان مينه پال وايي، چې لابي‌توب د نړۍ هېوادونو کې عام کار دی خو دا چې ولسمشر دې چا ته د دې له پاره پيسې ورکړې وي، ناشونې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button