د امریکا په ګڼو سترو ښارونو کې د ټرامپ د بریا په ضد لاریونونه روان دي او د ټرامپ په ضد شعاررونه ورکوي. ټرامپ د نومبر په اتمه د هېلري کلنټن څخه د ډېرو رایو تر لاسه کولو وروسته د امریکا راتلونکی ولسمشر وټاکل شو.
گڼو نړېوالو ټلویزونونو خبر ورکړی چې لاریون کوونکو د فلادلیفا، شیکاګو، منهاتن او نورو سترو ښارونو کې د ټرافیکو په وړاندې مزاحمتونه کړي او لویو لارو ته راوتي دي. لاریون کوونکو په شیکاگو کې د ټرامپ د سوداگریزو مرکزونو په مخ کې د «ټرامپ ولسمشر نه دی» شعارونه ورکړي او خپل مخالفت یې ښکاره کړی.
لاریون کوونکي په داسې حال کې د ټرامپ په ضد لاریون کوي چې د هغه تر ټولو مخکښه رقیبې هیلري کلنټن تېره شپه د رایو له اعلان وروسته ټرامپ ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې همکارۍ ته تیاره او غواړي چې ورسره په راتلونکي کې یوځای کار وکړي.
ډېری امریکایان ټرامپ توکمپال انسان بولي او وايي چې د ولسمشرۍ وړتیا یې نه لرله. په شیکاگو کې لاریون کوونکو بیا شعار ورکاوه چې ټرامپ به امریکا په گڼو برخو ووېشي او کرکه به زیاته کړې چې دا کړنې د اساسي قانون په خلاف دي.