وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو د امريکا له نوي ولسمشره غوښتي، چې خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي او افغانان په کرار پرېږدي.
د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې نن د جمهوري غوښتونکو کانديد ډونالډ ټرمپ بريالی شو او د امريکا پنځه څلوېښتم ولسمشر وټاکل شو.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه يوه خبرپاڼه کې ويلي: «زموږ پيغام ورته دا دی، چې نور دې د امريکايي حکومت پاليسي داسې جوړه کړي، چې په نړۍ کې د نورو ولسونو ازادي نه سلبوي او خپلې ګټې د نورو ملتونو په هلاکت او محکوميت کې نه لټوي، تر څو په داسې کولو سره ټوله نړۍ په امن کې شي او روان بحرانونه پای ومومي».
نوموړي وړاندې ليکلي: «تر ټولو مهمه دا چې له افغانستانه دې خپل ټول پوځونه وباسي، د تېرو امريکايي حکمرانانو په څېر دې نور په افغانستان کې ځانونو او خپلو جنرالانو ته د ناکامۍ او رسوايۍ لقبونه نه ګټي». هغوی امريکا د افغانستان روانه جګړه کې ناکامه بللې ده او غوښتنه يې ترې کړې، چې دې جګړه کې دې نور «خپل حيثيت، اقتصاد او سرتېرو ته زيان نه اړوي».
د اعلاميې په پای کې ويل شوي، چې امريکا دې نور افغانان پرېږدي څو د يو ازاد ملت په څېر خپلواک نظام ولري او او په خپل منځ کې او نړيوالو سره داسې تعامل وکړي، چې يو بل ته ضرر ونه رسوي.
سره له دې چې د نوي امريکايي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې ګمان کېده، چې ولسمشرۍ ته کانديد امريکايان د افغانستان په اړه هيڅ خبره نه کوي، خو نن کابل کې د دې هېواد سفير مايکل مکينلي څرګنده کړه، چې افغانستان به له دې وروسته هم د امريکا د بهرني سياست د اجنډا په سر کې وي. هغه وويل: «د امريکا په ټاکنيزو مبارزو کې د افغانستان مسالې ته نه پاملرنه په دې معنا نه وه، چې ګوندې امريکا افغانستان هېر کړی دی».